ولسمشر حامد کرزي د لوګر د والي عبدالله وردک وژنه په کلکه غندلې ولسمشر کرزي ویلي چې دهغه وژنه لویه ضایعه ده، ولسمشر ویلي چې د روژې په میاشت کې دیوه مسلمان وژل یو غېری انساني او اسلامي کار دی، عبدالله وردک د لوګر والي وو او په پغمان کې اوسېده نوموړی نن سهار نېږدی نهه بجې د کابل په پغمان کې ووژل شو دا دوهم والي دی چې وژل کېږي تر دی وړاندی حکیم تڼیوال د پکتیا والي د طالبانو په لاس وژل شوی وو.
دغه ډول د پکتيا والي وياند روح الله سمون لراوبر ته وويل چي د همدې ولايت جمعه خان همدردهم د لوګر د والي پر وژنه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده ، نوموړی د عبدالله وردګ وژنه يو تروريستي عمل بللی او د هغه له کورنۍ او دوستانو سره يې په دې غم کي ځان شريک بللی دی .