د لوگر والي عبدالله وردک د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې نن سهار د يو ځانمرگي بريد په ترڅ کې ووژل شو. د پغمان ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام مصطفى محسني رسنيو ته ويلي دي ، چې والي هغه وخت ووژل شو ، چې کله يو ځانمرگي بريدکوونکي دپغمان د گورجک په تپه کې د والي کور مخې ته د نوموړي راتگ ته په تمه ناست و ، نوموړي زياته کړه ، کله ، چې والي له خپل کور څخه راووت نو بريد کوونکي پرې بريد وکړ او ويې واژه .
نوموړي زياته کړه ، چې په بريد کې د والي درې ساتونکي هم وژل شوي دي .
د طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد لر اوبر ته د يو تېلېفوني تماس په ترڅ کې د پېښې مسووليت په غاړه اخيستى دى او ويلي يې دي ، چې د لوگر والي عبدالله وردک يې د پغمان ولسوالۍ د گورجک په تپه کې د رېموټ کنټرول ماين د چاودنې په ترڅ کې وژلى دى .