کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايا په افغانستان کي د امريکا لوبه د اسامه تر ګوله رسېدلې؟

ايا په افغانستان کي د امريکا لوبه د اسامه تر ګوله رسېدلې؟


د سپتمبر د يوولسمې د لمانځنې په بهانه
اووه كاله وروسته امريكا په افغانستان
آيا په افغانستان كې د امريكا لوبه د اسامه تر گول رسيدلى؟



پنجشنبه، 2008/08/14

د سپتمبر يوولسمه د امريكا په تاريخ كې تر ټولو توره ورځ بلل كيږي. دې حادثې امريكا ته ډېر كلك ټكان او تاوان وركړ. پېښه كه هرڅنگه وه خو د قوت او نوعيت له پلوه ډېره لويه وه، د پېښې عاملينو وښودله چې د تكتيك له پلوه يې توان تر خپل سيال لوړ دى. دې پېښې مخكې له دې چې نړۍ ته تغيير او بدلون وركړي تر هغه زيات يې د خلكو په افكارو، د حكومتونو په پاليسيو او د څېړونكو پر روان يې تاثير وغورځاوه.
 


اوس له دې حادثې اووه كاله اوړي او پدې اوو كلونو كې عمده تغييرات رامنځته شوي، دې پېښې د نړۍ د سياسي اړيكو او سياسي ثوابتو نقشه بلكل بدله كړه، پدې مبحث كې كه د ټولو پيدا شويو بدلونونو په اړه  بشپړ تفصيل ضروري نه وي نو د ځينو هغو بدلونونو او مولودونو يادونه، چې د افغان وگړې او افغانستان له سرنوشت سره څنگ لگوي اړينه برېښې.


 ولي امريكا دلته راغله؟


د سپتمبر له پېښې وروسته امريكا دلته دخپلو دښمنانو په تعقيب پسې راووته او ناچاره وه چې د خپلو دښمنانو په خلاف جگړه او له هغوى څخه انتقام په افغانستان كې ترسره شي. امريكايي چارواكې په ښكاره او ډاگه وايي چې، كه چېرې موږ دغه جگړه په افغانستان كې پر مخ نه بوزو نو ترهگر به خپله جگړه امريكا ته راوغزوي.


ښايي د افغانستان خاوره وروسته له ۳۰ كلونو جگړو ديته ډېره مساعده وي چې پكې مختلف فريقونه كولى شي خپل آسونه وزغلوي او دلته د اور او باروتو لوبه گرمه وساتي، كيداى شي مبالغه به نه وي كه ووايو چې د سپتمبر له پېښو وروسته په پيل كې دا مفكوره او اراده له بهرنيو ځواكونو او نړيوالې ټولنې سره نه وه چې دلته يو مستحكم، مترقي او با ثباته حكومت او مطمئن وضعيت ټېنگ شي. هغه وضعيت چې د افغانستان د خلكو نيكمرغي او هوساينه پكې مطلوب وي.


خو له نوي وضعيت څخه افغانانو ښه گټه پورته كړه، دا اوس چې د منتخب ملي حكومت له خوا كومه خلاصه فضا رامنځته شوي، ډېره لويه لاسته راوړنه ده، همدا خلاصه فضا د دې باعث شوې چې سياسي احزاب او ګوندونه په آزاد مټ خپل سياسي فعاليتونه ترسره كړې، بلخوا د بيان او فكر آزادۍ د افغانستان په تاريخ كې بې سارې ده، دغه آزادې افغان ولس ته فرصت وركړې تر څو وكولى شي هر هغه مفيد او منطقي پيام چې د اولس د ښيرازۍ او بريا لپاره وي، هغه وگړو ته ورسولى شي، د بيارغاونې په برخه كې تر سپتمبر مخكې افغانستان هسې د خاورو يوه كنډواله وه، خو نن ورځ په افغانستان كې شپژنيم مليون پېغلي، ماشومان او ځوانان د زده كړې په ډگر بوخت دي، څه د پاسه نهه زره كيلومتره سړك اسفالت شوى، په تيرو اوو كلونو كې نژدې يولك هكتاره ځمكه د زراعت وړ گرځيدلې، د طبي آسانتياو په برخه كې د افغانستان ۸۰% وگړې له اوليه او څه د پاسه ۴۵% وگړې له ثانوي طبي خدمتونو څخه برخمن شوي، د معاصر دولت درې واړه اركان د منتخبې ملي پروسې له لارې بشپړ شوي، اساسي قانون، فرعي قوانين، ملي مصوبات، مقررات، ادارې اصلاحات، د گمركونو مهاريدل، د ټوپكواكۍ ختميدل، د ناقانونه وسله والو ډلو منحليدل، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان رسمې اړيكې، د ملي اردو او ملي پوليسو بنياد دوباره جوړيدل، د علمي كدرونو راستنيدنه او روزنه، دښځو او ماشومانو د ژوند بهبود، د عصري ژوند د وسايلو او سهولتونو مساعديدل، د گاونډو شومو دسيسو له شره د افغانانو خلاصيدنه او…ځيني نورې مهمې لاسته راوړنې هغه څه دې چې افغانانو له نوي حالاتو څخه ترلاسه كړل. له دې ټولو سره سره، د مخدره موادو، د ترهگرۍ د فرهنگ خپريدل، ادارې فساد او ځينې هغه نورې ناخوالې چې د ناامنيو او شريرو ګاونډيانو د منفي سياستونو په نتيجه كې راپدا شوي، په عام ولس كې يې انديښنه راپيدا كړې. خو له دې ټولو سره سره د حامد كرزي حكومت (په خاصه توگه دى پخپله) په جدي توگه مصمم دى چې نيمگړې پروگرامونه او هغه كمبودات چې د عامې بې پروايي او څو اړخېزې بې مسووليتۍڅخه راپيدا شوي، هغه جبران شي، خو دا تريخ واقعيت بايد ولس ته وويل شي، چې دلته ځينې داسې ناچارۍ شته او ځينې داسې تصميمونه شته چې په يواځې توگه ورته افغاني عزم او اراده كافي نه ده، افغانستان د يو لړ مجبوريتونو په مينځ كې راگير هيواد دى، دلته كه ډېر صداقت او ډېره وطن دوستۍ هم له چا سره وي، بيا هم يو لړ پريكړې او يو لړ نقشي ديته اړتيا لري چې د ولس ترڅنگ د ځينو نورو زورورو اړخونو قناعت ورته راجلب شي، چې دا كار هميشه ميسر نه دى. ځكه نو بايد ولس هم دا ومني چې د نن ورځې كمبودات او ملامتۍ ښايي د درك او تفسير وړ نه وي، خو خداى شته چې زموږ د دولت په رهبرۍ كې، ولس ته د خير رسولو، د مطلق استقلال، د خودكفايۍ لورته د افغانستان رسيول، د قانون حاكميت، خود اراديت، له ذهني اسارت څخه د ولس خلاصول، له اقتصادي او سياسي وابسته گيو څخه د افغانستان خلاصولو او… عزم، اراده او آرمان شته، خو نادان او بې خرده دښمن ډېر بې ځايه او په ډېره ارزانه بيه د همدې شومو گاونډيانو د سياستونو په خدمت كې واقع شوى، نه د هغوى جنگ او نه يې هم ستړيا د افغانستان د نيكمرغۍ لپاره ده، هغوى په سپيرو خولو او مجاني توگه د افغانستان د بربادۍ لپاره لگيا دي.


بيرته د سپتمبر په لور راگرځم، ما ويل، هغه څه چې پېښ شول، هغه د اسامه بن لادن لوبه وه، چې له دې خاكي آشيانې د نيويارك تر سقاودنگو ماڼيو پورې ورسيده، اسامه خپل راټول كړې د كلونو كلونو زهر په يوه شيبه كې وشيندل، خو په بالمقابل افغان ولس په مجموع كې (په خاصه توگه پښتانه) داسې تلخكام شول، چې د القاعدې او آن د طالبانو د گناه كفاره به كلونه كلونه وركوي.


 تر سپتمبر لږ د مخه:


دا هم واقعيت لري چې، په هغه وخت كې د اسامه او طالبانو لښكرې په چف او منتر او يا هم د ملاعمر په تعويذونو پر مخ نه تلې، بلكې تر شا يې د سيمې يوه ستره استخباراتي غدۍ وه، هغه غدۍ چې د شوروي اتحاد په جنگ كې او د طالبانو په عصر كې غرب تر سپنگو پورې په وسلو، پيسو او شاباسو ثمر ته ورسوله، د هغه زمانې او بيا د طالبانو په عصر كې د غربي دنيا ټول سياسي، نظامي او اقتصادي قراردادونه د سيمې او افغانستان په اړوند، نېغ په نېغ له ISI سره شوي، همدې قراردادونو له يوې شبكې څخه يو (غول) جوړ كړ، دغه غول اوس د سيمه ييزې امپراطورۍ ولايتونه بشپړوي، پدې ولايتونو كې پنجاب غوښتل د نقشې نور ټول ولايتونه تر خپل سيورې لاندې قابو كړي. دوى غوښتل د مهارجاگانو په څېر دلته يو عظيم مجاهد ملت، د خپل دربار غلام كړي، دوى غوښتل د تاريخ له فاتحانو څخه داسې انتقام واخلې، چې نور د پاني پت د جگړې شمله څوك ور ياده هم نكړي او كه يادوي يې نو د خپلې دروازې يوه پښتون چوكيدار په له هندارې ورښكاره كړې او ووايي چې دا هغه شمله ور دي، چې اوس زموږ پهره كوي!! خو دا پنجابي خوب ډېر بد او چپه راواوښت، هم تعبير غلط، هم تعبيرگر غلط او هم خوب ليدونكي خطا!!!


تر سپتمبر د مخه، د نړۍ لپاره دغه پنجابي امپراطورۍ د دوى د خيالونو او سياستونو جنتكده وه، غربي قدرتونو دوى ته د افغانستان، ايران، آذربيجان، تاجكستان، تركمنستان، اوزبكستان، د چينې تبت، د بلوڅي بغاوتونو، د القاعدې، د روسې، د كشمېر گوريلاگانو او…نور ډېر سيمه ييزه دوسيې او قراردادونه او د گوندونو او ولسونو برخليك دوى ته وركړې و، همدا غدۍ وه چې د لومړي لاس خبرونه او تحليلونه يې دنيا ته وركول او د دوى پر تحليلونو او مشورو باندې د غربي قدرتونو سياستونه او موقفونه جوړيدل، خو كله چې يوه باغي پكې خم په سر واړاوه او ارباب يې په څپېړه وواهه، نو هغه مهال د دې امپراطورۍ د برجونو نړيدل پيل شول، كه څه د راتلونكو لوبو لپاره بيا هم قرارداد له هماغه شبكي او پخواني كفن كش سره وشو، ډېره پانگه او اشرفۍ يې پرې اوورولې، خو وروسته له اوو كلونو رحمت، نن هغه پرونۍ دوستي او اعتماد برعكس شوى، هم د دوستي خونده تللې او هم د اعتماد. لا هم مشكله ده چې له دې روږدي شوي كانال سره دې غرب خداى پاماني وكړي، ځكه چې كيداى شي ځينې نورې تصفيې هم په سيمه كې پاتې وي، په هغه صورت كې به بيا هم ((اتكاء)) او ((مراجعه)) همدې اخطافوس ته وي. خو په غټه كچه د سيمې په كچه يو عمده بدلون چې راغلى هغه دا ده چې نور غربي قدرتونه پر دې سيمه ييزې استخباراتي غدۍ بې اعتباره شوي، نور دوى ته قراردادونه نه وركوي او ښايي د پخوانيو مراعتونو او غنايمو حساب يې له خيټې دوباره ويستل شي. د افغانستان دولت يو ښه فرصت موندلى چې له دې فضا څخه په ډېرې زرنگۍ او احتياط سره اعظمې گټه د خپل ځان او خپل دوست نما دښمن په وړاندې واخلي.


 تر سپتمبر وروسته، د غلطو غربي سياستونو صحيح تطبيقات


له سپتمبر قابو اووه كاله وروسته، څو مسئلې د غور وړ دي: اول دا چې جگړه ولې پر يوې واحدې جغرافيايي سيمې متمركزه پاتې شوې؟ آيا د دې تر شا پلان شوې طرحه وجود نلري؟


آيا روانه وضعه او پدې توگه د جنگ او نابودولو له لارې د افغانستان او  سيمې سوله تحقق موندلى شي؟ آيا پدې روانه مبارزه كې به تر پايه پورې پښتانه قيمت وركوي؟ آيا داسې لارې چارې شته چې ناورين د پښتنو په سيمو كې مهار كړي؟


دا چې بن لادن د غرب د پراخه سياسي تبليغاتو په نتيجه كې تر هغه څه چې دى و، ډېر غټ او خطرناك معرفي شو، د دې سبب شوه چې بن لادن په ((بن لادنيزم)) بدل شي.


په يوه اړخيزه توگه له القاعدې او طالبانو سره د جنگ لاره نيول او يواځې د جنگ له لارې پر هغوى بريا ترلاسه كول د زور او ضعف او هم د زورآور او كمزوري معادله غلطه ثابته كړه، چې په نتيجه چې طالبان په ((طالبانيزم يا طالبانيزيش)) تبديل شو.


د زور او وسلو پر منطق چليدل په مجموع كې په سيمه كې ((مليټرليزم)) او په معكوس خط كې يې د ((بنيادگرو ډلو نظامي راديكاليزم)) وزيږول، دا دوه داسې څپې دي، چې يو د بل زيږنده او د يو بل د بقا او دوام عامل دى، پدې معنى چې، تر څو پورې چې مليټرليزم وي، نو تر هغو پورې به يې ځواب او عكس العمل په هماغه منطق سره سر راپورته كوي. دا طبيعي ده چې خشونت، خشونت زيږوي او ملايمت، نرمي او ملايمت. سولې ته د رسيدو لاره، كيداى شي په يوه زماني مقطعه كې د جگړو له لارې ناگزيره وي، خو په دايمې توگه د جنگ او جگړو دوام د نورو عقدمنديو او انتقامجوۍ سبب گرځي او پدې ترتيب د وينو حساب په وينو ادامه مومي.


د غلطو سياستونو يوه بله نمونه دا ده چې جگړه په يوې مشخصې جغرافيايى سيمې تمه شوه، دا سيمې د لر او بر پښتونخوا سيمې دي، چې په مجموع كې يې نفوس تر ۵۰ ميليونو اوړي. په تيرو اوو كلونو كې هغه پښتنې سيمې چې د جنگ له ګزند څخه په امان وې، سوكه سوكه د جنگ لمبې ورته ور ورسيدې. په ټولنيز او اقتصادي لحاظ دغه ميليوني سيمه چې د محروميت او وروسته توب اوږد تاريخ يې شاته پرېښئ د جنگونو له كبله يې ځوان نسل نور هم بدبخته شوى، دوى چې په خپلو سيمو كې د هوسا او بسيا ژوند شرايط او امكانات نلري ناچاره دي چې د تر ټولو نژدې او متفق عليه غورځنگ څنگ ته ودريږي. پدې پراخه ميليوني سيمو كې د بهبودۍ پروژې نشته، ځكه خو اقتصادي اتكا يې په هماغه خړو غرونو رغونو باندې ده. هرڅومره چې پر دوى باندې بيروني فشار ډېريږي، په هماغه پيمانه د هغوى بغاوت او خوابدۍ پراخه كيږي او خپل مقاومت ته دوام وركوي. دا به هم په ياد لرو چې د دغو بغاوتونو د تمويل او تنظيم لپاره، د سيمې گاوڼد هيوادونه هر څه ته تيار دي او بالفعل له همدې باغي جريان سره د غرب په وړاندې اوگه وركوي. كه دغه سياستونه دوام مومي وضعيت له كنتروله وځي. كله چې امريكا په ۲۰۰۳كال كې د افغانستان تر څنګ خپله لوبه عراق، بيا له عراق څخه سورې، بيا لبنان او بيا ايران ته وغزوله، نو د امريكا د بدخواهانو او مخالفينو لست ډېر اوږد شو. اوس د القاعدې تر څنگ نور گڼ دښمنان شته چې له گڼو لارو كولى شي امريكا ته درد سر ايجاد كړي.


 امريكا او د معكوس محبوبيت پېلامه


د عراق حساب لا په بشپړه توگه نه و خلاص چې د ايران د اتومي بټيو د غني كولو دوسيه راپورته شوه، اوس مهال د گرجستان په سر له روسې سره د ساړه جنگ د دوران په څېر يوه فضا د ايجاديدو په حال كې ده، دغه فضا دومره خړه او زړه چاودې ده، چې كيداى شي په يوه ناچاره زمانې مقطع كې په خونړې جنگ بدله شي، متاسفانه افغانستان به د دې سترو سيمه ييزه كشمكشونو په دلدل كې بيا هم د جگړې او تصادم ډگر وي او د افغانانو وينه به د نورو د رقابتونو لپاره تويږي، همدې ويرې او پورته ذكر شوي ټكې او بيا په مجموع كې د سپتمبر له حادثې اوو كاله وروسته د امريكا د محبوبيت او مظلوميت گراف دومره راغورځيدلى چې ښايي جبران يې ډېر آسانه هم نه وي، يا به امريكا خپل سياستونه جبران كوي، او يا به د سيمې له جماعي نفرت سره مقابله كوي، چې دا كار ناممكنه دى. اوس چې دوى له دومره سپاه او لښكرو سره د افغانستان په غرونو كې سرگردانه او حيرانه دي، كه چېرې د دې خشم او غضب څپه پراخه شي، نو حتمي ده چې مخې ته يې دريدل ناممكن دي.  په تير يو كال كې موږ وينو چې د ملكي وگړو وژنه، د هغوى د كورنو تلاشۍ او په خپل سره د خپلو ځانگړو محكمو او زندانونو له لارې د شكمنو او نا شكمنو نيول او پر غلطو استخباراتي معلوماتو خپل پلانونه او عمليات پر مخ بيول د نفرت او كركى او هم د ملت او حكومت تر مينځ د فاصلو د ايجادولو لوى سبب شوى.


 څه بايد وشي چې نه دې شوي؟


په افغانستان كې هغه مهال د دايمې سولې راتگ ممكن دى چې د هيواد بنسټيز تهدابونه مضبوط كړى شي، يو هيواد تر هغو پورې وده او پرمختگ نشي كولى، مگر دا چې د هغه هيواد په ثابتو او دايمي منابعو كې د گاونډو او نورو هيوادونو گټې نه وې نښتې. په افغانستان كې هغه مهال امنيت او سوكالې راتلاى شي چې د گاونډو هيوادو پښې د افغانستان په دايمې گټو كې بندې شي. په لنډه به ووايم چې د افغانستان د سولې او دايمې ثبات لپاره ډېرې داسې ټولگټې تهدابى (زيربنايى) پروژې شته چې كه تماس پرې ونيول شي نو يقيناً چې د ټولې سيمې او آن د نړۍ د سمسورتيا لپاره تماميداى شي، لكه:


ځمكنې ترانزيتونه (هغه غټې لارې چې د هند قاره د پاكستان او هم پاكستان د افغانستان له لارې له منځنۍ آسيا، ايران او عربي نړۍ سره نښلوي) په همدې ترتيب هغه ترانزيتونه چې چين د افغانستان له لارې له ايران او عربي نړۍ له سره او بر عكس عربي نړۍ او ايران د افغانستان له لارې له چين او منځنۍ آسيا، پاكستان او هندوستان سره نښلوي.


 پايپ لاينونه: ( د دې پروژې له لارې به د منځنۍ آسيا څخه د نفت او گاز يو ډېره غټه پيمانه د افغانستان له لارې، پاكستان، هند او نورې نړۍ ته ورسيږي، د دې پروژې له بركته به د سيمې د هيوادونو تر منيځ دايمې تړونونه او دايمې گټې ونښلې.


زراعتي وده: (په افغانستان كې څه د پاسه څلورميليون هكتاره ځمكه د زراعت وړ ده چې تر اوسه يې يواځې يو ميليون هكتار ځمكه خړوبه كيږي، كه چېرې د افغانستان د زراعتي پروژو لپاره نړيوال تمويل پيدا شي، په يقين سره ويلاى شم چې دغه هيواد به د خودكفايي لوړ حد ته ورسيږي او تر څنگ به يې د سيمې نورو گاونډو هيوادونو ته هم د غله دانې له اړخه يوه بشپړ غذايي تامين ته لاسبرۍ ومومي.)


 د قبايلي سيمو انكشاف، صادقانه پخلاينه، گاونډ هيوادونه په دايمي گټو راشريك كول، له سترو سيمه ييزه اقتصادي هيوادونو (چين، هند، ايران، روسيې او عربي نړۍ سره دوباره پر نوي فرضياتو او محاسباتو د اقتصادي او تجارتي گټو پراختيا….)


د افغان محصلينو لپاره په دوستو هيوادونو كې د لوړو زده كړو او نورو حرفوي او مسلكي زده كړو او كارموندنې شرايط مهيا كول. همدا اوس په هيواد كې په زرگونو ځوانان چې د ليسې مرحله يې بشپړه كړې او د لوړو زده كړو واجد دي، خو په هيواد كې د پوهنتونونو د جذب د محدوديت له امله، د بيكارانو په ټولگۍ كې ورگډ شوي، او يا هم د دښمن له ليكو كې تنظيم شوي دي.


 


د شوروي اتحاد ديرغل په دوران كې د روسي اقمارو هيوادونو ته څه د پاسه يونيم لك محصلين استول شوي و، چې په مختلفو رشتو كې يې زده كړې ترسره كړې او زياتره يې فارغان هم شول، خو په اوسني وضعيت كې چې ۳۷هيوادونه دلته ديره دي، بيا هم پدې هكله لازم پرمختگ نه دى شوى. څه خواره واره بورسونه په متفرقه ډول راغلي خو د افغانستان د بحران په تناسب، بايد دغه كچه ډېره لوړه شوي واى.


اوس چې د سپتمبر (۱۱) مه خپل اتم كال ته داخليږي، گورو چې ډېرې نيمگړتياوي داسې دي چې د نړيوالې ټولنې خوا او نه هم د افغان حكومت لخوا ورته جدي پاملرنه نه كيږي، كه دغه سلسله همداسې پاتې شي نو ډېر فرصتونه به زموږ ټولو څخه فوت شوي وي. له دېنه مخكې چې دا ستر فرصتونه او زرين چانسونه دوباره گټور كړى شي، بهتره ده يو ځل بيا خپل اوو كلن مزل ته ځېر شو او ټولې هغه خاميانې او نيمگړتياوي چې زموږ د ضعف سبب شوي او هم د نړيوالې ټولنې په وړاندې د بدگمانۍ او شك سبب شوي، چې يو ځل بيا سمون پكې راشي.