کور / شعر / لکه سترګې د جانان !

لکه سترګې د جانان !

لکه دين لکه ايمان دومره دی ښکلی
لر او بر پښتونستان دومر دی ښکلی
نه ځايږي په الفاظو کې ښايست يې
لکه سترګې د جانان دومره دی ښکلی
ته به وايې چې په ګوتو انځور شوی
ورته ګوره هر افغان دومره دی ښکلی
د نړۍ دنګې ماڼۍ ور نه شرمېږي
لوړ شمشاد لکه اسمان دومره دی ښکلی
په کې  وينم  د قدرت  ټول  اياتونه
دا ستا مخ لکه قران دومره دی ښکلی
2008\6\24\London