په افغانستان کې د قومي تاوتریخوالي د را ولاړولو په اړه په برتانیا کې د میشتو افغانانو اندیښنې !
په برتانیا کې مېشتو افغانانو د هیواد د یولړ ډله ایزو رسنیو څخه په دې وروستیو کې زړه بګنونکې خبرونه ترلاسه کړي چې د هغوي له مخې ، یو شمیر څرګندي کړۍ د پردیو په اشاره غواړي د افغانستان د خلکو زیانمن شوی ملي یووالی د قومي تاو تریخوالي د راولاړولو په اثر نور هم بې ثباته کړي .
په تیرو دري لسیزو ، په ځانګړي توګه وروستیو پنځلسو کلونو کې یو شمیر عناصرو اوځینو څرګندو کړیو د بهرنیانو په لمسون دهیواد دوروڼو قومونو تر مینځ تربګنیو او وسلوالي مخامختیا ته بیلا بیلي ز میني برابري کړي چې د قومي تاوتریخوالي د راولاړولو اوسنۍ افغاني ضد هڅې دهغې ادامه بللی شو . دبهسودو د سیمې دڅړ ځایونو څخه د کوچیانو د ایستلو او په تخار کې د خپلو مځکوا و کورونو څخه د یو شمیر هیوادوالو د په زوره کډه کولو پلانونه د هغو سلهاو بیلګو تازه او ژوندي مثالونه دي چې لا تر اوسه زموږ د یو شمیر وطنوالو پر ضد عملي شوي او ښایې ادامه ولري .
موږ په افغانستان کې د سولي او دموکراسۍ او د بیاجوړونې د بهیر د پیل کېدو ر ا وروسته دا تمه کوله چې د کورنۍ جګړي په ټپونو به پټۍ کیښودل شې او دخلکو د ملي یووالي د رغاونې په لور به مهم ګامونه پورته شي ، لیکن لیدل کیږي چې د پورتنې افغاني انساني ارمان د پوره کیدو پرځاي افغانانو ته هواي او مځکنۍ بمباری اود قومی شخړو ناورین نذرانه کیږي .
په برتانیا کې اوسېدونکي افغانان په دې عقېده دي چې د افغانستان د اساسي قانون د تعریف له مخې هغه څوک چې د افغانستان تابعیت لري افغان دی ، افغان حق لري دهیواد په هر ګوټ کې یې چې زړه وي ژوند وکړي . سوال پیدا کیږي دا زور واکان څوک دي چې د هېواد د اساسي قانون څخه د واک په لوړه دایره کې ژوندکوي او دخپلو سیمو او کورونو څخه د افغانانو د شړلو وس او واک لري ؟ او ولي د ولسمشرکرز ي اداره او نړیواله ټولنه په بې پروایی ددي ټولو افغاني او بشري ضد معاملو ننداره کوي ؟
موږ په داسي حال کې چې دافغانستان د سولي ، دموکراسۍ او بیا جوړونې د بهیر ملاتړی یو په هیواد کې د وروڼو بیلا بیلو قومونو تر مینځ د مور ــ میري سلوک ، د افغانانو د اوسنیو ستونزو د حل په وړاندي بې تفاوتي په کلکه غندو اوپه بهر کې د افغانستان ددایمې استازیتوب د نمایدګیو له خوا دافغانستان پرحکومت اودملګروملتو د سازمان داړوندو ادارو له خوا پر نړیواله ټولنه زور اچوو چې د زورواکانو ، سیمه ایزو جنګسالارانو ، ژبنې او قومې متعصبینو او په ټوله کې د افغانستان د سلامتیا ددښمنانو په وړاندي ، چې د اوسنۍ کړکیچنې وضعې اساسي
عاملین دي ، غوڅ دریځ خپل کړي . اجازه ورنه کړي چې یو افغان دهغه دخوښي پرته د خپل کور او سیمي څخه په زور وتلو ته اړ ایستل شي . زور واکان او د قانون څخه سر غړونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي .
دهیواد دننه او بهر سیاسي ، ټولنیزو ، کلتوري ـ فرهنګي ټولنو، ملي ، خپلواک شخصیتونوته وړاندیز کوو چې دافغانانو داوسنیو ستونزو د مطرح او برجسته کولو اودهغوي د ګړندي حل کولو په موخه د افغانستان د حکومت او نړیوالي ټولني د پام اړوني په کار کې د افغانانو سره مرسته وکړي .
په درناوي
په برتانیاکې د اوسیدونکو افغانانو له خوا