نن شنبه د هلمند والي ښاغلي ګلاپ منګل د خپل پلرني ټاټوبي ( د لجي منګل ) ولسوالۍ له خلكو سره د روژي د مباركي مياشتي په وياړ د ۳۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په ارزښت له شخصي بودجي د ۳۰ ټنه توكو مرسته وكړه.
په دي توكو كي وريژي ، غوړي ، اوړه او د يو ټن په اندازه قرطاسيه باب شامل دي، چي د ټاكل شوي پلاوي له لوري به په مستحقو خلكو وويشل شول.
د يادوني وړ ده چي تيره ورځ په نوموړي ولسوالۍ كي د يوي ديني مدرسي د بنسټ ډبره هم كيښودل شوه.