کور / سياسي / دمسلمانانو دزوال او ناکامۍ درې علته

دمسلمانانو دزوال او ناکامۍ درې علته

پخوانی افغان ډيپلومات ملا عبدالسلام ضعیف

په دې وروسیتوکې مي دژوند زیاته برخه دتاریخ دکتابونو مطالعې ته ورکړيده، څومره چې مي داسلام او مسلمانو تاریخ مطالعه کړ، په ټوله کې مي دمسلمانانو دزوال او ناکامۍ دري علته وموندل:

اول – دمسؤلیت څخه غفلت او سوء استفاده.
دویم – دشریعت سره دحکامو او حواریینو دمزاج اختلاط.
دریم ـ په اسلامي نړۍ کې دامیرانو مطلق واکمني او استبداد.

ډیره زیاته مهمه ده چې هر څوک دهر مسؤلیت مسؤل سې باید چې یوه ذره غفلت و نه کړې که وړتیا اویا لیوالتیا ونلري باید چې استعفا ورکړي او پر ځای یې وړ شخص راسي.
بل داچې دشریعت او قانون دچوکاټ به پوره رعایت کوي.
دمزاج تقاضا به شاته غور ځوي که څه هم دچا شخصي تاوان وي، ځکه دمزاج پریکړي داختلاف او بې اطاعتۍ باعث کیږي.
هر امیر چې دمطلق امر واکمن سي د وخت په تیریدو سره مطلق مستبد کیږي حتمي ده چې بیا به اهل تملق ځان ور نژدې کوې او اهل علم او اهل رأیه به ځیني لیري کیږي.
فیصلې او اوامر به ډیر دتملق په کولو میزاج ته ورګرځي.
ښه به داوي چې هر مسؤل یوبل چاته مسؤل وي
که ددې لپاره یوه ښه مقتدره رهبري شورا وي کیدای سي داتشه ډکه کړي.
والله اعلم