ژورنالېزم د خپراوي له مخې
ژورنالېزم د خپراوي له مخې پر درې ډوله دی :
۱ چاپي ژورنالېزم ِ: لکه ورځپاڼې، اوونیزې او میاشتنۍ خپرونې
۲ اوریز او وینیز ژورنالېزم : لکه رادیو او تېلویزیون
۳ برښنایي یا پر کرښه ژورنالېزم : لکه اوبپاڼې
ژورنالېزم د ژانرونو یا ځېلونو پر بنسټ
تر اوسه پورې پوهانو او خبریالانو پرېکړه کړې نه ده چې څو ډوله ژورنالېزم شتون لري . ځکه چې د ژورنالېزم ځینې ډولونه چې په شلمه پېړې کې کارول کېدل، اوس نه کارول کېږي . د بېلګې په توګه، نوی ژورنالېزم چې په کال ۱۹۶۰ کې پېدا شو، هغه ژورنالېزم ته ویل کېده چې خبریالانو او لیکوالو بې پرۍ ته هېڅ ارزښت نه ورکاوه او هره لیکنه به یې په ساده او راونه ژبه نه، بلکې ډېره په ادبي هغې وه . که څه هم چې د دې لیکوالو او ژورنالېستانو مالومات به ډېر کره ول، خو دوی ژورنالېستي بنسټیز آرونه نه منل . همدا د دې لامل وګرځېد چې اوس دغه ډول ژورنالېزم نه کارول کېږي .
سربېره پر ډېرو نویو او ډېرو زړو ژانرونو به دلته پر یو څو هغو بسنه راوړو چې نن سبا ډېر کارول کېږي .
Advocative Journalism یا استازندوی ژورنالېزم
د ژورنالېزم هغه ژانر یا ځېل ته وایې چې د یوې سیاسي یا ټولنیز ې موخې لپاره په ځانخبري توګه د یوه الواک یا هم لید ګوټ پلوي وکړي .
د استازندوی ژورنالېزم توپیر له پروپاګندا دا دی چې پروپاګندا دروغ خو استازندوی ژورنالېزم پر رېښتینولۍ ټیکاو لري . د دې ژانر د استازیتوب او ګوتنیونې لوبغالی د سرمقالې یا په پولو راتړل کېږي چې له دې ډګر څخه نور د وتنګ اجازه نه لري . د بېلګې په توتګه، خبر چې باید په بې پرې ډول ولیکل شي او لوستونکو ته وړاندې شي، استازندوی ژورنالېزم د همدې خبر په باره کې خپل نظر وړاندې کوي .
د مثال په توګه :
که خبر ورکړل شي چې په افغان حکومت په بې ساري ډول بډي خواره، خونیان او په جرمونو خېرن ککړ کسان شتون لري، نوخبریال کولای شي چې د دې خبر په باره کې خپل نظر ورکړي، دغه دولتي کارمن مجرم وګڼي او د دوی په باره کې د نیاوي پرېکړې کړن وغواړي .
Civil Journalism یا د خلکو ژورنالیزم
دغه ژورنالېزم د تمریني ژورنالېزم په نامه هم یادېږي او هغه ژورنالېزم ته وایي چې په هغه کې د ټولنې خلک په خپله د مالوماتو او خبرونو په راټولو، چاڼولو، او وړاندې کولو کې برخوال وي . په دغه ډول ژورنالېزم کې د خلکو برخوالي یوازې دا موخه لري چې سم، د باور وړ، کره او د وس تر بریده ډیر هغه مالومات لاسته راوړل شي چې د ولسواکۍ بنسټ جوړوي او یاهغه لا نور ځواکمنوي .
د دغه ډول ژورنالېزم بېلګې اوسمهال په لویدېځه نړۍ کې ډېرې دي، خو د یادولو هغه یې د جنوبي کوریا Ohmynews خبري اوبپاڼه ده . په همدې توګه ، CNN او BBC هم د خلکو لپاره په خپله اوبپاڼه کې یوه برخه لري چې هر سړی کولای شي د یوې پېښې په باره کې خبر ورکړي، د پېښې کوم انځور او یاهم ډک شوی فېلم ولېږي .
Civic Journalism یا مدني ژورنالېزم
د پروفیسور دېوېد ک . پېرې په نظر د مدني ژورنالېزم غورځنګ له آره هغه هڅه ده چې د هغه الواک سره خپل ناباندېتوب ښیي چې ګواکي خبریالان یا هم ولسي وګړي یوازې او یوازې د سیاسي چارو او پېښو نندارچیان دي . مدني ژورنالېزم په خپلو هاندو هڅو سره غواړي چې لوستونکي او د ټولنې هر وګړی په سیاسي پرېکړو کې د برخوالو په توګه ومني .
د دغه ډول ژورنالېزم موخې په لاندې ډول دي:
په ټولنه کې د خبریالانو د یوې کاري او فعالې ډلې جوړول چې دنده یې نه یوازې د پېښو په باره کې خبر ورکول وي، بلکې :
* د ټولنې لپاره د چاپي، اوریز او وینیز او همدارنګه برښنایي خپرونو جوړول چې هر څوک وکړای شي خپل نظر څرګند کړي او د ټولنې پر پېښو او اړینو موضوعاتو خبرې وکړای شي .
* هغو ستونزو او ویینو ته وړاندې والی ورکول چې د عادي خلکو لمن یې نیولې وي .
* دټولنې د خلکو ټولیز الواک او نظر د مباحثي او پرېکړې په وخت کې منل
* هغه هڅې چې د ژورنالېزم په کارولو سره وکړای شي ټولنیزې وړتیاوې لا نورې هم ځواکمنې کړي .
Community journalism یا سیمه ییز ژورنالېزم
یا هغه ژورنالېزم چې د خپرواي ډګر یې یوازې خپله نږدي سیمه اوشا و خوا وي . دغه ډول ژورنالېزم ان د ملک د نورو ښارونو په اړه خبر نه خپروي . په دې ډول ژورنالېزم کې هڅه کېږي چې یوازې پر هغو پېښو او ویینو خبرې وشي چې ارزښت یې سیمه ییز او پر ټولنه اود همدې ټولنې پر وګړو یې اغېزه ډېره وي . او یا هم پر هغو موضوعاتو خبرې کوې چې لویې خبري رسنۍ یې هېڅکله په خپله لمن کې نه رانغاړي . د مثال په توګه، د ښوونځي، پوهنتون یا هم نورو ټولنیزو سیمه ییزو بنیادونو .
لېئو لرنر Leo Lerner د امریکا د شیکاګو د ښار اوسېدونکی او همدارنګه
د لمړۍ سیمه ییزې ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی په دې اند وو چې ګواکي په یوه وړه ټولنه کې د دوو کسانو تر منځ یوه کوشنۍ شخړه ډېره اغیزمنه ده نظر د بلې وچي تر سترې جګړې څخه . نو له دې امله باید په دې باره کې لمړی خبر ورکړل شي .
Investigative journalism یا څېړندوی ژورنالېزم
هغه ژورنالېزم دی چې خبریالان د سیاسي، جرمي او یا کومې بلې رسوایي موضوع په باره کې چې دټولنې یا د ډېرو لوستونکو لپاره د لېوالتیا او ارزښت وړ وي، څېړنه وکړي او د هغې په باره کې مالومات وړاندې کړي .
De Burgh په دې اند دی چې څېړن خبریال هغه کس دی چې د رښتیا د پیدا کولو لپاره هغه لارې چارې غوره کړي،چې د هر ډول رسنیو لپاره شونې وي . د یادونې وړ ده چې دغه ډول څېړنې له هغو سره توپیر لري چې د څارندویو، ساتندویو، حقوقي وکیلانو، څارګرو ادارو او یا هم شخصي کومیسار له خوا کېږي .
Narrative Journalism یا نکلي ژورنالېزم
که په ساده او څرګند ډول یې ووایو، دغه ژورنالېزم له آره د پېښو په باره کې نکل کوي . دغه ډول ژورنالېزم هر پېښه د کیسې په څېر وړاندې کوي او د کیسې په څېر یې شننه کوي، نوځکه ورته ادبي ژورنالېزم هم وایي . که چېرې ښه ولیکل شي، ډېر اړین مالومات په ډېره ښه او ادبي ژبه وړاندې کوي . په دغه ډول ژورنالېزم کې خبریال د هغو پېښو نکل کوي چې خورا له ډېره وخته یې څېړلې وي . او کله ناکله په خپله دی هم په پېښه کې په کارنده یا بې چار ډول برخوال ګرځېدلی وي .
Visual Journalism یا وینیز ژورنالېزم
هغه ژورنالېزم ته وایي چې مالومات د وییو او انځور په مټ لیدونکو ته وړاندې کوي .
Watchdog Journalism یا څارونکی ژورنالېزم
هغه کارنده ژورنالېزم ته وایي چې په ټولنه کې هغه پېژندل شوې څېرې، بنسټونه او ادارې پازوال یا مسئول نیسي چې په کړو وړو سره یې ټولنیز یا سیاسي ژوند اغېزمن کېږي .