د طـالبانو ځانخوښی عقدیي سلوک او غبرګونونه
طـالبان اوس هم پخواني نظامیان له کورونو باسي، ځوروي یې، شکنجې ورکوي، نادرکه کوي او قتلوي یې.
داعـش بیا دوی خواریج بولي او پر ضد یې هم اخطاریې خپروي او په ځینو ولسوالیو کي (چي ډیورنډ ته څېرمه دي) مسجدونو ته ځي او د خپلو صفونو د جلب و جذب د پاره کمپاین کوي.
په ښارونو کي د طـالبانو د ترور پېښي چي د چسپکي بمـونو غوندي، ددوی خپل تکتیکونه اوس ددوی پر ضد کارول کیږي، د پام وړ دي.که څه هم طـالب استخبارات یې د رسنیز کیدلو د مخنیوي هڅي کوي خو یو شمېر یې بیا هم ټولنیزو رسنیو ته راووځي چي له ډاره یې اوس اکثریت مسولین د خپل کار په ساحه کي د ډیرو نژدې فاصلو د پاره هم زغروالو ګاډو کي تګ راتګ کوي.
ددې ټولو تر څنګ طـالبان افغانانو ته په سپکه سترګه ګوري خصوصاً د دولت مامورینو، پخوانيو امنیتي کارمندانو او مامورینو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول سپکاوی کوي، ددې تر څنګ د دولتي سیسټم د طالبي کولو لړۍ هم مخته وړي چي یو شمېر پخواني کارمتدان یې بیکاره کړي او د نورو پر ځای د خپلو افرادو د مقررولو پروسه یې په چوپتیا جریان لري.
د پاکستاني استخباراتو په هڅونه طـالبان عامو افغانانو ته د بې دینو یا په دین ناپوهو خلکو په سترګه ګوري خصوصاً هغو ته چي په تېر شلو کلونو کي یې تعلیم او تحصیل کړی وي، د منکراتو ډله یې داسي چلند کوي ته به وا د صحابه وو وخت دی او دوی تازه د افغانستان خلکو ته اسلام ور ښيي!
د لمونځونو د حاضرۍ څخه نیولې د سر وریښتانو، ږیرو، لباس، مېلو، ښادۍ او خوشاليو، موسیقۍ او نورو کلتوري رواجونو مخالفت او ورته چارو کي د خلکو توهین، تهدید او پر شخصي حریم تجاوز کول طـالبانو خپل کاري لومړیتوبونو ګرځولي دي.
مشران او ویندویان یې دداسي کړنو د رسوایۍ او رسنیو د پوښتنو پر مهال پر داسي کړنو پښېمانه سي یا یې دومره کمرنګه وګڼي چي ګواکي اصلاً داسي پېښي نه دي رامنځته سوي او یا غیرمستقیم خلک ډاروي چي خپل کړه وړه ددوی د خوښي مطابق جوړ کړي چي داسي کړنو یې افغانان په بېسارې توګه د خپل کور کلي او هیواد پریښودو ته اړ کړي دي او هره ورځ په لسګونو زره د وتلو هڅي کوي.
دا او دې ته ورته بشري او مدني ضد کړني ددې لامل سوي دي چي ددوی د نژدې ترین دوست پنجاب او آی ایس آی په ګډون د نړۍ هیڅ دولت دوی په رسمیت نه پیژني چي په نتیجه کي یې افغان ولس د خورا غټ بشري ناورین سره مخامخ کړی دی.
طـالب رهبري اوس هم د څلویښت ملیوني ولس د رايي او خوښي پر ځای د پاکستان د سفیر، یو څو استخباراتي مولاناګانو او خپلو یو څو زره طـالبانو افغان ضد کړني او غوښتني عملي کوي چي د شپږو میاشو په بشپړیدو یې په اقتصادي، سیاسي، امنیتي او د ولسي غبرګون پرلپسې بدي او غوسه ناکه پایلي ویني چي د پوهنتون استاد جلال نیولو خلاف غبرګونونه، د فاریاب د خلکو قیام، د امربالمعروف ریاست سوځول او نژدې هره ورځ د چرکي بریدونو او چسپکي بمونو چاودني یې وروستۍ بېلګي دي.
دا چي د هیواد اکثریت وګړي جګړه کول نه غواړي نو طـالبان اوس هم موقع لري چي د پنجاب او نورو پر ځای پر خپل ولس تکیه وکړي، ددوی سره خپل چلند انساني او افغاني کړي، معقولي غوښتني یې ومني، د هیواد د ملي هویت🇦🇫، ملي ګټو او اتباعو د بشري حقونو په رښتینې توګه احترام وکړي او د افغانستان او افغانانو چاري د پاکستاني استخباراتي شبکو د مولاناګانو او شیخانو د فرمایشاتو پر ځای په افغاني فکر او نظر وړاندي بوځي که داسي ونکړي نو لیري نه ده چي د طـالب د واکمنیدو سره د راغلي بشري او اقتصادي ناورین او خپلسري شکنجو، وژنو او سپکاوي څخه ډک چلند پر ضد به ټول افغانستان طـالب ضد قیام ته مجبوریږي.
ومن الله التوفیق
عبدالله احسان