صرف تنفس کوه پاچا! بس په فرمان يو ستا
موږ سربازان د روح و ځان افغانستان يو ستا
د عقل ديو مو ډارولای, اړولای نه شي
د لېونتوب پر لاره لار وهو روان يو ستا
خېژو معراج ته د ارمان, په شهپرونو د عشق
په سېل کښېوتي د سيمرغ د سره ارمان يو ستا
زمان بدل دی معيارونه د زمان دي بدل
له پير, ملا منحرف شوي, پيروان يو ستا
ستا شاگردان به ستا د شان شمله شانداره ساتي
استاده پاس ستا له مکتب, له امتحان يو ستا
ستا د ضدي مزاج معيار پوه د زمان په ژبه
بېغمه غشي شغوه ابرو کمان يو ستا
ستا د ژوندو سترگو رپا مو ده موج خېزه په کار
ستا د نظر په باز د ښکار روږدي شوقيان يو ستا
ستا د ځوانۍ د گمنامۍ د امکان پته نشته
موږ د يارۍ د يادگار څلي دنگ ودان يو ستا
خوشحال ويل: “ته مېړنی يې د خپل مټ, نه لښکر”
خوشحال سلام وايه, واپس يو, قاصدان يو ستا
4 جدي1400_ 25 ډسمبر 2021_شنبه
محمديار يار