هېندارې او ګردونه ۲
لیکواله: پروین فیض زاده ملال
شا ته ګورم کوچنۍ نجلۍ هرسهار لپې د رڼا ډکوي او تیارې په مینځي . دښار او دکلي، دلمر او دغر فاصله یوه ورځ ده. بوډا لرګې پلورونکي هره ورځ غره ته خیژي بوټي ټولوي ښارته یې وړی او په بازار کې پلوری. ماښام د خپلي مېرمنې سره په خاورینه کوټه کې لکه بی تخته پاچا ناست وی د توري دود وهلی چایجو شي چای د پتری وهلی پیالی د شونډو څخه د وچ توت ددانو سره په خوند، خوند څښي دلمر وروستي وړانګې د ونو دسرونو څخه لکه مهربانه پلار مچکې اخلی او د چوغکو شور پخپله زرینه لمن کې را ټولوي .دژرندي په غاړه کې را بهیدونکي اوبه د ځوان ماښام سندرې وایې او د ډبرین میچن د ډول دربا یې په زمردي دره کې خپریږی.
ژرندګړي وروستي پنډ د ژرندی خولی ته سموی اوکورته د ستنیدو تیاری کوی.
دلته د ژوند هر اړخ ښکلی اوښاغلي دی. دنیکه په باغچه کې د کاریز اوبه روڼي او خوږي دی نقریې کبان داوبو په زړه کي غوټې وهي…… زه اوبو ته کښته کیږم داوبو دبېباکو څپو مړوندونه زما د پښو څخه تاویږي………
دخوب څخه را ویښیږم … او دځان سره وایم جنت به چیري وي؟