د رمضان د میاشتې روژه فرض ده
د رمضان د میاشتې روژه پر ټولو مسلمانانو فرض او د اسلام له پنځو ارکانو څخه یو رکن دی او د فرضیت لپاره یې ګڼ شمېر قرآني آیتونه او نبوي احادیث موجود دي چې له نوموړو آثارو څخه یې فرضیت په ډاګه څرګندیږي. د رمضان د میاشتې روژه پوره یوه میاشت ده چې د هجري قمري کال د میاشتو په حساب په کال کې یو ځل راځي او نوموړې میاشت کله ۳۰ او کله ۲۹ ورځې وي.
موږ پخپله دې لیکنه کې د رمضان د میاشتې د روژې نیولو د فرضیت په هکله د بقرې د سورت د ۱۸۳ او ۱۸۴ آیتونو ژباړه را اخلو چې لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی روژه په تاسو باندې فرض ګڼلې شوې ده لکه چې له تاسو مخکې په نورو امتونو باندې هم فرض وه څو د متقیانو له ډلې څخه حساب شی. دغه روژه څو محدودې ورځې ده څوک چې له تاسو ځینې ناروغ شي او یا هم په سفر کې وي نو کولای شي روژ%D