د ملي بانک مخ ته يوه سپين سري ميرمن وچي شونډي کړوپه ملا ناسته ده ، د هغي ترشا بانک دى ، چي په ميليونونه پانګه په کي ده او مخامخ يي کابل – سرينا هوټل دى چي په لسګونو ډوله خواړه په کي تيارېږي .
خو د ميرمني مخ ته په وېړ پلاستيک يواځي څو افغانۍ پرتي دي او د هغي شونډي له ولږي سپېري اوښتي دي .
د هغي څنګ ته وړه ماشومه ناسته ده ، د سر ويښتان يي جړ بړ دي او له شلېدلي ګريوان څخه يي پښتۍ داسي ښکاري لکه ايکسري عکس ته چي ګوري .
ماشومه وږي ده ، لاسونه يي پر زنګنو ايښي دي ، هر لاروي ته سترګي اړوي را اړوي ، خو په دي د چا نظر نه پرېوځي .
د مېرمني مرۍ په خوارۍ ښکته و پورته کېږي او له سپېرو شونډو يي د الله سپيڅلى نوم را وځي .
هغه ، هر را روان لاروى تر هغي څاري ترڅو يي له مخي تېر شي .
دوه جوړه سره او سپين کسان را روان دي او په غاړو کي يي پراته نيکټيان ټالۍ وهي .
هغوى په خپلو کي خبري کوي ، يو وايي :
رښتيا چي روژه د برکتونو مياشت وي ، چي ماښام شي دسترخوان ډک شي ، حيران پاتي يم چي اول څه ته لاس کړم ؟
ميرمني ، د دي خبري په اورېدو خپلي وږۍ لمسۍ او بيا يي په مخ کي غوړولي پلاستيک ته چي ايله د يوي وچي ډوډۍ پيسي پري پرتي وي وکتلي او بيايي سر پر زنګنو کېښود .
ياداښت : رغنده تبصرې ازادي دي .
ګران دوست صاحب، پاک الله دې په ذهن اوقلم باندې برکت واچوه. که رښتیا ووایم ستا لیکنې مې ډیرې خوښیږي هغه ځکه چې یوازینۍ لیکوال یې چې دټولنې ستونزې راپورته کوې. لیکوالان خو ترحساب تیردي مګر بدبختانه اوبیا هم بدبختانه چې ډیری یې خیالي اوافسانوي لیکنې کوي. زه خپله چې کله ګریوان ته سرکوز کړم نو اجازه نه راکوي چې دافغانستان په دغه غمیزه کې دې بیا هم زما قلم سرې شونډې،سپین رخسار اوتورپیکۍ وستایي یا دې په هغو موضوعاتو لیکنې وکړي چې دلومړیتوب له مخې دویم یا یا دریم ځای لري. زما په نظر لومړنۍ موضوع چې باید لیکنه ورباندې وشي داده چې سوله څنګه راتللی شي، اودویمه هغه یې هغه ناخوالې دی چې له جګړو څخه را پیدا کیږي لکه دوست صاحب چې دهمداسې یوې افغانې میرمنې پرحال لیکنه کړیده. ددې موضوع په اړه باید ووایم چې دهر مسلمان مسولیت دادی چې دخپل ګاونډي له حاله ځان خبرکړي اوورسره مرسته وکړي. البته داد انسانیت ،مسلمانۍ ، پښتونولۍ اوغیرت مسله هم ده. خو بدبختانه شته ډیر داسې کسان چې خپله په کروزین موټرو کې ګرځی اوګاوڼدۍ یې په یوه ګولۍ ډوډۍ پورې حیران دي. آیا غیرت همدا دي؟ آیا مسلماني همداده چې ځینې دې په خپل دسترخوان باندې ۲۰ ډوله خواړه ولري اوځینې دې بیا وچه ډوډۍ هم ونلري؟ خو افسوس….
په دویم قدم کې دحکومت دنده اووظیفه ده چې ددې غریبو اوبې وسه اوبې کسه خلکو لپاره یو جامع پلان جوړکړي. افسوس چې په لسګونه میلیار ډالره راغلل یو شمیر کسان پکې دملیونونو ډالرو څښتن شول او دافغانستان ډیر وګړي لا هم په یوه مړۍ ډوډۍ پسې ورک دي. ډیری افغانان پدې سبب دشپې له خوبه محروم دي چې دسبا ورځې لپاره به اوړه اوخواړه له کومه کوي، مګر یوشمیر بیا دعیش اوعشرت په مجلسونو کې شپې رڼا کوي. ای هغو کسانو چې الله پاک درته دلیکلو اوویلو توان درکړیدی! تاسې به کله ددغه نعمت شکرانه اداء کوﺉ او کله به دحق په ویلو اولیکلو سره خپل مسولیت اداء کوﺉ. ټولو ته پدې لاره کې بریالیتوب غواړم.
قدرمنه وروره نعمان دوست صاحب ښی هیلی اوسلامونه قبول کړه
تاخویوازی دسرک پرسریوه خورلیدلی ده چی دلوږی سره لاس وګریوان ده اودیوه تن داخبره دی اوریدلی ده چی پرروژه مات حیران دی ځه وخوری مادغوراوهرات په لاره کی داسی ځه لیدلی دی چی په یادولویی دانسان دتهذیب پزه پری کیږی په دی هیواد کی یوازی لوږی بارونه ندی اړولی دلته بی عدالتی اوبی کاری رشوت اوخیانت داسی ځلی اوډلی دی چی په لیروکولوبه یی پیړی پیړی زما وستا بچیان ستړی وی دتیری جمعی په سهاریوه ملګری راته تلفون وکړی چی زه به موتردرولیږم یوځای میلمانه یوښه باغ دی مڼی به وخوروبیا روژه راځی زه هم خوشحاله سوم ورته هومی کړه
کله چی ځوشیبی وروسته می ملګری دخپل زوی سره په موترکی سپورراغلی دکابل ددارلاامان خواته وخوځیدوپوښتنه می تری وه نکړه چی چیری اودچا کره به ځوتردارلاامان ورتیرسودچلستون په اخرکی یوه باغ ته ننوتوچی دمڼوپه ونوښکلی و هلته یوډیرمهربانه اومیلمه پال سيپین ږیری ناست و چی موږیی ولیدو په ډیره مهربانی سره یی زموږمخ ته راولاړسو زموږسره یی داسی مینه وکړه تابه ویلی چیدډیرکلوورک وروڼه اوزامن یی له سفره اویاله حجه راګرزیدلی دی
زموږسره ترستړی مه سیی یی وروسته یونازک وری راتیرکړی اوزموږپه افتخاریی حلال کړی ما ورته وویل باباجانه موږ دوه تنه یویوه پسه ځوک خوری یوه مسکین ته به دی ورکړی وای خیرات کړی به دی وای زه داکتردغوښونه منع کړی یم ده راته وویل چی ته کندهاری یی زما دکندهاردخلګوسره ډیره مینه ده خوکاشکی ؟ دی کاشکی کی ماته هم ډیری انديښینی راولاړی کړی خوخنګه چی لومړی ځل و زړه ونه کړی چی پوښتنه څنی وکړم ډیرښایشته بڼ ته یی بوتلو هلته یی راته چای اودمڼوغوری ګان کښیښودل ما دخبل ملګری نه پوښتنه وکړه چی داسپین ږیری ځوک اودکوم ځای دی هغه راته وویل چی دادخوست دی په باغ کی ډیرښایسته حوض اوډیری ښی ونی وی دځوونودلاندی یوه لوی فرش هوارو ډیرښه سیټان پراته وه مخ ته یی ډیرښه حوض وخواوس اوبه نه وی پکښی ډیرواړه بچیان ګرزیده راکرزیده خوداسی معلومیده لکه چی چا روح تری ایستلی وی اویادلته بندیان وی ډیرګلالی خوډیرغلی وه شوریی نه کاوه هرځوک چی به بڼ ته راننوتی دوی ډیرورته کتل ماته په داسی ښکلی بڼ کی دداسی ګلالی اشومانواوبچیانوخاموشی ډیری پوښتنی راولاړی کړی هرځه می کوښش وکړی چی ځان خاموشه کړم خودانديښنولوری راباندی یرغل راوړی چی خنګه په داسی یوه بڼ دومره کمکیان اوسی خودخولی نه اه نه خیژی فکرمی وکړی چی شاید داسپین ږیری به ویره ولی وی بیابه می داسی ګمان وکړی چی شاید دمزدورانوزامن به وی دبادارنه به ډاریږی
خودی انګیرونومی پوښتنوته سم جواب ځکه رانکړی چی کله به دبڼ ځښتن ورته ناری کړه په ډیرنازبه یی ورته ویل دزړه سره دلته راسه پوه سوم چی دمزدورانوزامن نه دی په هرحا ل ځانته می داجرات ورنکړی چی ددی مهربان مشرنه پوښتنه وکړم دغرمی دډوډی وخت سو دیری ته ولاړو هلته یو ه اوږده کوټه وه ډیره ښه فرش سویوه دډیرومیلمنودجرګی اوډوډی خوړوځآی و لاسونه سپین ږیری راپریولل زه ددوخیالونوخوب یووړم یوخومی ددی مهربان سپین ږیری ځوانمردی اوښی ځوانی اومیلمه پالنی دڅونوروځوانمردانوخاطری رایادکړی اوبل می چی ددسترخان پرسرکښنستم هلته ښه ډیرهلکان پرسترخان زموږسره ډیرخاموناست وه دځمکی ږغ به دی اوریدلی وای خوددی به دی نه وای اوریدلی ځنی دولس کلن ځینی یی اته اوه کلن اونوریی شپږکلن اوپنځه کلن مالومیده چی ددی سن هلکان ډیرشوخ وی اوډیری بازی کوی خودوی یواز ی میلمنوته کتل راکتل چی کله می دډوډی نه ځوګولی خولی ته یوړی دسپین ږیری نه پوښتنه وکړیه چی کاکاجانه ځوزامن لری ټولوماشومانوراته ډیربرک وکتل اوسپین ږیری هم راته وکتل اووی ویل چی ډوډی نوش جان کړه دغوښوځوټوټی مخ ته راته کښیښودی زما پوښتنه بی جوابه پاته سوه زما ددی پوښتنی سره پرسترخان ناستوهلکانوهم ډوډی پریښوده زه دی حالت دانديښنوپه یوه بل ټآل کی وځنګولم بیا می پوښته وکړه هغه بیا زماپوښتنه نه کړه جواب زه نورهم وغمیدم ملګری می راته وویل چی راځه ډوډی به وخوروبیابه داپوښتینی ته جواب ولټوو ماهم ځان غلی کړی خوزماددوه ځله پوښتنوپه وخت کی به سپین ږیری یوځل ماته اوبیا به یی وړوبچیانوته وکتل خوددی ټولومی زړه ته داسی وسوسی راولاړی کړی چی نورنودډوډی خوند هم رانه وتښتیدی زما پوښتنودهلکانواشتهاهم تښتول اوزما دوسوسوډیروالی هم راته دډوی خوند سرګردانه کړی دملګری په قول می وکړه ځه ناڅه ډوډی می وخوړه داکوم ماشومان چی زموږسره پرسترخان ناست اکثروډوډی ونه خوړه ددی دپاره چی زه پوه نه سم اوطبیعت می خراب نه سی سپین ږیری راته وویل چی دوی مڼی خوړلی دی ماړه دی ماورته وویل خبری هم نکوی ده وویل چی لوبوستړی کړی دی خوچی کله ډوډی وخوړه سوه لاسونه می پریولل ماشومان ولاړسوه زه اوملګری اودکورځښتن یوازی په میلمستون کی پاته سوه نوسپین ږیری راته وویل چی ما شپږ بچی درلودل زه په خوست کی وم دلته می ډیرجایداد دی زه دلته یوسل وشل جریبه زراعتی ځمکه اوباغ لرم پردی جایداد دهردولت په وخت ددی ګاونډیانولخواترتهدیدلاندی وم خصوصا چی کله داتنظیمی اوقومی جنګونه په کابل کی شروع سوه هرچا کوښښ کاوه چی دازما باغ اوجایداد قبضه کړی زه به کله په خوست اوکله دلته اوسیدم شاوخوامی پښتانه نسته اکثره هزارګان دی دهری خوا کوښښ روان و چی زه اوبچیان می ووژل سواوداجایداد می دوی قبضه کړی دکرزی دراتک سره په دی امید چی کندهاری دی کیدای سی ځوک می ونه غموی ګډه می رابارکړه دلته راغلم اوپردی خپل جایداد می واړول خودغلو اوداړه مارانوویره راسره وه تاج محمد وردک وزیرداخله و هغه ته ورغلم چی ماته دځومیلوسلاح جوازنامه راکړه زه دلته پروت یم یوکوریم ډیرخلګ می دجایداد غله دی داسی نه چی کورراچورکړی اوبچیان می ووژنی هغه راته وویل چی دسلاح جوازنه درکوم خوکیدای سی عسکردرکړم پد ی ورځوکی می یوزوی غلو بوتلی موټریی اوډیرپیسی یی تری یوړی اودی یی وواژه خودښمنان می وپیزنل سوه تاج محمد وردک ته بیا ورغلم چی دسلاح جوازراکړه هغه قوماندانی ته وویل قوماندانی حوزی اوحوزی ماموریت ته وویل ماموریت ځلورتنه هزاره ګان عسکرراکړه داعسکرمی ډیرنازول پریوه دسترخوان راسره ناست وه ځومره تنخوا چی دولت ورکول دوه چنده ماورکولی ځوموده وروسته می دهغه وژل سوی زوی قاتلانوددی عسکروسره لاره جوړه کړیوه پیسی اوموتران یی ورکړی وه لوتنظیمی رهبرانوزړه ورکړی ویو شپه زه اودری زامن اویواخښی پرلمانځه ولاړو چی دهمدی عسکرو په مسجد کی دشادخوراباندی فیرونه شروع کړه دری زامن یواخښی ځای پرځای رامړه کړه زه زخمی سوم دوی وتښتیدل بیا په ډیرخواریو اومصرف ټول وینول یومی دکویټی له ښاره راوست بل می له لغمانه راوست بل می له ایرانه راوست ټول می دولت ته په لاس ورکړه درومحکموداعدام امرپرایستلی ځوواره پیسی ښندلی دی بیایی دوسیه له سره ځیړل سویده خوبیاهم په اعدام محکوم سوید ی اقرارونه یی کړیدی اویوپربل یی شاهدی ورکړی دی کرزی ته می دټولی پکیتا مشران راوستلی چی دمحکمی امرعملی سی څوواره وعده راسره کړیده خودوکه یی راکړیده زما ددښمنانوچی پرهغو دځینو تنظیمونومشران ولاړی دی دښمنان می پیسی ورکوی اوکرزی له هغو ویریږی دشریعت امرنه عملی کوی اوماته یی وویل چی داپرسترخان راسرناست بچی دهغوی اولاده ده دوی دومره ویرجن سوید ی چی اکثره نه خاند ی نه دچا سره خبری کوی هرعسکر چی ووینی اویاسرکاری خلګ دلته راسی دوی هسی ورته ګوری اوکله چی دډوډی پروخت رانه ځوک دزامنوپوښتنه وکړی دوی بیا په ورځ نه ډوډی خوری اونه میوه خوری هسی خلګوته هیښ پیښ ګوری ده وویل چی اوس داسی ویره راسره سته چی داقاتلان به پیسی وښندی اودانورواړه بچیان به هم رامړه کړی ځکه دکرزی په دولت کی نه انصاف سته نه میړانه یوازی دخلګوپه وینوچښلو وخت تیروی راته زیاته کړه چی زما کندهاریان ډیرښه ایسی زما سره ځیینوپه بولدک اوکندهار کی زموږدقاتلانوپه نیولوکی ډیره مرسته کړیده ولی کاشکی ؟ های کاشکی ؟ خوماډیرمجبورکړی چی داکاشکی نه دی مطلب ځه دی هغه پسله ډیره فشاره وویل چی کرزی کندهاری نه وای