په کابل کې په ننیو چاودنو کې ۱۲ تنه امریکایي سرتیري مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هوايي ډګر ترڅیرمه په ننیو دوو غبرګو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه امریکایي سرتیري مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا خبره د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون وکړه .
د پنټاګون یو تن جګپوړي چارواکي چې د ویدیو کنفرانس له لارې په خبري غونډه کې ګډون کړی وو وویل چې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان د څانګې ترهګر د کابل د هوايي ډګر په مخکې یو ځانمرګی برید وکړ او ددینه وروسته د باران د هوټل ترڅنګ بل چاودنه وکړه.
هغه وویل چې پدې چاودنو کې ۱۲ تنو امریکايي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان پدې برید کې په لسګونو تنو افغانانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پداسې حال کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پدې چاودنو کې تر ۲۰ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی خو د کابل د روغتیا یو تن چارواکي بیا وال ستریت ژورنال ته ویلي دي چې پدې چاودنو کې لږ تر لږه ۶۰ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان پدې چاودنو کې څو تنه امریکايي سرتیري ټپیان شوي هم دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د طالبانو ویاند ویلي دي چې دا برید د هوايي ډګر په هغه برخه کې شوی دی چې د امنیت مسئولیت يي د امریکايي ځواکونو په غاړه دی.
طالبانو دا برید په ډیره کلکه ټکو غندلی دی
TRT