روح الله نيکپا
شهيد رحمت ولي
افغان کرکټ ډلي د جرسي په ټاپو کي د شپږو لويو وچو له منځه لومړی مقام ترلاسه کړ
دسهار پوره اوه نيمې بجې وې چې دكابل هوايي ډګر پرلور غځيدلې واټ دترافيكو پرمخ وتړل شو. شيبه وروسته جوپې جوپې انسانان ښـكته او پورته دسرك دواړو غاړو ته پلي روان شول. ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان له څرمې داوږد ه انتظار له ويرې په پښو مزلو ته زړونه ښه كړل. امنيتي څارونكو دسرك له غاړو څخه دخلكو په شړلو ، موټر چلونكو ته په كنځلو او بايسكل چلوونكو ته په ديكو وركولو واټونه ګرم كړي وو.
دپوليسو پك اپ ډاټسونو كله دډګر پر لوري او كله هم دعامې روغتيا وزارت دڅلور لارې پر خوا په ګړندي حركت دسړك چوپتيا ماتوله، دسر ك دواړو غاړو ته ځائ ځائ د ۲۰۰۸ كال دالمپيك په لوبو كې دبرونزو دمډال ګټونكي روح الله نيكپاه انځورونه ځړول شوي و، يوشمير لوړ پوړي چارواكي چې په سر كې يي دولسمشر مرستيال كريم خليلي ليدل كيده په وار وار دخپلو تورو شيشو موټرو كې هوايي ډاګر ته ورسيدل، خو له دغو ټولو څخه دبيات بنياد ډير فعال ښكاريدو او په موټرسايكلو، موټرو او آن په يوشمير بايسكلونو يي دنيكپاه انځورونه ځړولي وپه دغه بهير كې ديوشمير بهرنيوو ځواكونو موټرې هم ليدل كيدې چې دنيكپاه د راتلو شيبې يي شميرلې.
نن د ولسمشر له راتګ څخه هم واټ دبدرګې لپاره ډير وخت تړل شوې و، او پوره نهه نيمې بجې د ددريمې درجې مډال ګټونكې دخپلو لسګونو مينه والو سره په داسې حال كې تير شو چې په زرهاوو خلكو، ناروغانو، ښځو او ماشومانو پوره دوه ساعته د قهرمان دراتګ لپاره خپل تګونه ځنډولي و.
سركونه پرانستل شو او بې حوصلې موټرو لكه دلومړي ټولګي زده كوونكي چې درخصتۍ له زنګ سره په بيړه منډې كړي وځغاستل، زه هم دخپل دفتر په موټر كې په بيړه وركښيناستم، راډيو چالانه شوه او لومړې راپور يي همدا و چې، دتكواندو قهرمان نيكپاه په داسې حال كې دخلكو دشور، ځوږ او اتڼونو په بدرګه هيواد ته راستنيږي چې وړمه شپه ايتلافي ځواكونو په خوست ولايت كې دكركټ دملي لوبډلې يوتن تكړه لوبغاړې رحمت ولي چې له څو بهرنيوو لوبو څخه يي افغانستان ته مډالونه راوړي و واوژه.
ددغه راپور په اوريدو مې دنيكپاه قهرماني له ياده ووته او دبدرګې دغه كاروان مې دشهيد رحمت ولي دجنازې له قافلې سره پرتله كاوه.
اوس نو زه ددوه مخې دنيا بل چرخ ته ناست وم.
داسيايي هيوادنو په اتلولۍ كې دافغانستان بيرغ دكركټ ملي لوبډلې پرخپلو لاسونو هوا ته پورته كړې و، دلومړي ځل لپاره د افغانستان دكركټ ملي لوبډله دنورو هيوادونو دتجربه لرونكو لوبډلو په منځ كې دافغاني غرور په ښودو ډګر ته راننوته، سيالۍ پيل شوې، افغانستان پرله پسې دسيالو ډلو څخه ميدانونه ګټي ، افغانستان په خپل تاريخ كې دلومړي ځل لپاره ديوې نړيوالې سيالۍ سرته بريالې په چټكۍ سره ووت او پائ كې يي دعمان هيواد دتكړه لوبډلې سره داسيا دلويي وچې دروانو سياليوو مساوي لوبه وكړه اودنړيوالو اتلوليو مډال يي ترلاسه كړه. افغان اتل رحمت ولي په ډګر كې له خوښئ څخه خدائ ته په سجده پروت دې ا ونور لوبغاړي هم دخوښئ څخه اوښكې تويوي او دافغانستان افغانستان نارې يي له ستونو څخه دكويټ دښار په اسمان كې انګازې جوړوي.
دافغانستان اتله لوبډله هيواد ته راستنه شوه، په نړيوالو رسنيوو كې دكركټ جام او دافغانستان ګټل ددغه هيواد په تاريخ كې يوه بې سارې لاسته راوړنه وبلل شوه خو سخت زړيوو او دوه مخيوو چارواكيوو نه وستايل او نه يي په څه ونازول، نه يي چاته كور وركړ او نه پيسې.
دغرنيوو سيمو پښتانه ځوانان هماغسې سرشاره دهيواد په مينه مست يوځل بيا په نړيوالو لوبو كې دلومړۍ درجې اتلولۍ له انګلستان څخه راوړې خو ظالمو چارواكو بيا هم نه دوئ ونازول او نه يي وستايل او لكه څنګه چې په نهرو ګيډو
او سپيرو مخونو دغو نړيوالو سياليوو ته تللي و او په همدغه بڼه يي دافغانستان لپاره وياړونه راوړل او په هماغه بڼه بيرته هيواد ته راستانه شول او هماغسې نهرې ګيډې او سپيره مخونه بيرته دهيواد په غيږ كې اوسي.
خونن چې زه دسړك پرغاړه ولاړ يم او دسلهاوو دولتي چارواكو موټرې ګورم چې دنيكپاه دبدرګې لپاره درې ګړۍ په امنيتي پيره كې ښكته او پورته دهوايي ډګر پرسرك ځغلي نو داسيا دلويي وچې دكركټ سيالۍ او د اروپا په جرسي كې دافغاني اتلانو غمجنې څيرې او دكركټ دملي لوبډلې داتل شهيد رحمت ولي څيره مې سترګو ته ودريږي چې نه په ژوند چا ولمانځل او نه يي په مرګ چا غږ پورته كړ خو دافغانستان لپاره يي وياړونه پرځائ پريښودل. ددغه دوه مخې نړۍ بې انصافه بچيانو نن يو اتل كابل ته دخوښيوو په بدرګه راننويست او بل اتل يي په خوست كې په بمونو والوزاوه او دتل لپاره يي افغانستان ته دنورو وياړونو دراوړو هيلې ور مړې كړې. خو دشهيد رحمت يادونه به دهيواد په تاريخ كې تل ژوندي او ددښمنانو مخونه به يي تور وي.
اروا يي ښاده او ياد يي ژوندې.
محترم ساپی صیب ! تاسو خو ښه وایی ، مګر پوښتنه دا ده چی تاسو اوس پوه شوﺉ او که موږ اوس پوه کوﺉ ؟ پدې خو له هماغه پیله یعنی له اوو کالو راهیسی ټول افغانان او دنیا ښه پوهیږی چی کرزس صاحب ، د هغه مرستیلان او سلاکاران له یو مخی پردیو راوستلی او ترپلی دي . نو څرنګه چی حکم ورته کیږی هغسی یی دوی په سرځوړۍ سره عملی کوی . نو ځکه دا خو کومه نوې یا د حیرانۍ خبره نده . خلیل
ګران احسان،
زه واقعا د نيكپاه دمډال ګټلو او دهغه دراتګ هركلي ته ولاړ وم زه هغه ستايم چې هيواد ته يي وياړ ورپه برخه كړ. خود رحمت ولي په وژنه دچارواكو بې غورۍ او نيكپاه ته په هرډول مډالونو زما خواشيني شوي زړه دغه كرښـې ليكلې.
سلام هغه چی تاسی لیکلی دیر نفاق او تفرق اچونکی دی زه متاسف یم چه داسی مسایل لولم که چیرته موز اوتاسی هم داسی مسایلو ته لمنه ووهو او پشتو ن او تاجک سره بیلو نو دابه شه خبره نه وی که پشتون دی او که تاجک دی تول د یو افغان په نوم یادیزی او افتخار دافغانانو په نوم یادیزی .زه ستاسی پدی سایت که زیاتر مسایل نزدی مسایل دی چی دا دیر دردونکی دی.
شيرزاد صيب تاسو لا اوس هم دفيل په غوږونو كې ويده ياستۍ، پشتون او تاجك بيخې يو بيل توكم دې . هر څوك ځان ته حق لري. خو چې كله يي يو ته حق نه وركول كيږي نو كه دهر توكم وي دخپل حق داخستو لپاره هر ډول مبارزه كوي.
همدغو ستاسو په شان بې احساسه انسانانودلاسه چې لا هم د خپل حق نه خبره نه يي زمونږ دغه ستر پښتون ملت اوس دتخار دازبكانو په وړاندې سپكيږي.
داستاسو په شان دبې معنا خبرو وخت اوس تير شوې.
لایی بچه بازی نه ده پریښی! شهيد رحمت ولي خو یو زیژ پښتون وو او نيکپا خو وینی چی سپین اوری دی د مثږی زوی دکرزی هلک!
wala der da khapgan zay dai , dee charwakoo ta da afghanano der zzra shin dai ao tery khapa dee.
der zhar ba da daway takhat aoo bakhat h pa aooboo ki laho shi.kho afghanan pohigy chi da daway atalan crecketers ba da shahid rahmat wali rooh khushala wasty aoo afghanan ba pa wayroonoo wa na zaway.
da 1 afghan pa tooga zma toola khwakhogy da rahmat wali da koornai , malgaro aoo hamkarano sara da.