پوهاند استاد مانفريد لورينڅ په ١٩٢٩ کال د اکټوبر په شپږمه نيټه د جرمني د هارڅ دسيمي په نويشتت ښارګوټي کي زيږيدلی دئ. د ښوونځۍ په وختونو کي يې د انګليسي، فرانسوي، لاتيني او وروسته د روسي ژبو بنسټيزه زده کړه کړيده.
د ښوونځۍ څخه تر فارغېدو وروسته يې د وايمار ښار د روسي ژبي د ښوونکو د روزني په انسټيټوټ کي د روسي ژبي د لوړو زده کړو تر سره کولو وروسته يې درې کاله (١٩٥٠ تر ١٩٥٣) په خپله پخوانۍ ليسه کي د روسي ژبي ښوونکئ وو. څرنګه چي د ښووني او روزني (پيداګوژۍ) پر ځاي د ژبپوهني سره يې ډيره مينه درلوده، نو د ١٩٥٤ کال په جنوري کي يې سلاوي ژبه پريښوده او په برلين کي يې د ايران پوهني نوي پرانيستل سوي ډيپارټمنټ ته مخ کړ او هلته يې پر زړې او منځنۍ پارسي او اوستايي سربيره د عربي او ترکي ژبو په زده کړو پيل وکړ. څرنګه چي د هغه وخت (د آلمان ديموکراټيک جمهوريت) د افغانستان او ايران سره اړيکي نه درلودې، نو په ١٩٥٧ کال کي د ديپلوم تر اخيستلو وروسته د علمي څيړنو لپاره تاجکستان ته ولاړ او د دوشنبې په پوهنتون کي يې پر تاجکي ژبه سربيره د تاجکانو د دودونو، او د ژوند د ځانګړتياوو سره ځان بلد کړ. په ١٩٦١ کال کي يې د دکتورا (Dr.Phil.) په رساله کي د تاجکي او ايرانۍ فارسي د نحو(Syntax) تر منځ توپيرونه وڅيړل. د تاجکستان د دوو پوهنتونو له خوا يې دتاجکي ژبي او فرهنګ په هکله څيړني په افتخاري دکتورا (Dr.h.c. ) سره ستايل سوي دي. د استادۍ د دکتورا رساله (Habilitation) يې د قفقاز د اوسېتي آريايي ژبي په هکله ليکلې ده. په ١٩٦١ کال يې د بزرګ علوي سره په په ګډه د فارسي ژبي درسي کتاب تأليف کړي دئ چي په ١٩٩٩ کال د اتم ځل دپاره چاپ سوی دئ او په ډيرو اروپايي هيوادونو کي تدريسيږي. دوي پښتو ژبه په خپله شخصي مطالعه زده کړې ده.
[پښتودرسي کتاب ] د پوهاند استاد مانفريد لورېنڅ انلاين اثر
پوهاند لورينڅ د خپلو هغو هلو ځلو په هکله چي د پښتو ژبي او ادبياتو په اړوند يې کړيدي، خپلي خاطرې داسي څرګندوي:
په ١٩٦٤ کال چي زه د ختيځ پوهانونړيوال کنفرانس کي د برخي اخيستلو دپاره نوي ډهلي ته تللئ وم، هلته مي د افغاني پوهانو صديق الله رښتين ، ميرحسين شاه او مستمندي(؟) سره وپيژندل. ددې پيژندګلوۍ سره سم د کابل پوهنتون او پښتو ټولني سره زما اړيکي پيل سوې.پوهاند رښتين چي هغه وخت د پښتو ټولني رئيس وو، ماته د پښتو کتابونه راوليږل اوهم يې په منظمه توګه کابل مجله راليږله.
څرنګه چي زماهغه غوښتنليکونه چي د ١٩٧٢ کال نه تر ١٩٧٥ کال پوري افغانستان ته د علمي څيړنو او د پښتو درسي کتاب د کره کتني او تکميلولو دپاره افغانستان ته ولاړسم، د هغه وخت د حکومت له خوا رديدل. نو مي د شوروي افغانستان پوهانو، په تيره بيا د پوهاند دوريانکوف (N.A.Dvoryankov) سره تماس ونيو او دوي هم وماته د پښتو_ روسي قاموس ( د ١٩٦٦ کال چاپ) د سوغات په توګه راوليږئ.
په ١٩٧٦ کال د عالي تحصيلاتو وزارت وماته د لومړي ځل لپاره اجازه راکړه چي د علمي څيړنو دپاره افغانستان ته ولاړ سم. د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو د پوهنځۍ رئيس پوهاند ميرحسين شاه زما سره مرسته کوله. ډاکټر ګل محمد نورزي، چي د پوهاند دوريانکوف په شناخت مي پيژندلئ وو، زما د پښتو درسي کتاب په کره کتنه کي مرسته راسره کول.
د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځۍ کي مي د پوهاند عبدالشکور رشاد د خوشحال خان د دستارنامې لکچرونه اورېدل او همدغه دستارنامه وروسته زما د څيړنو لپاره په تيره بيا د پښتونګلوۍ دموضوع په هکله ډير اهميت راته درلود.
د ١٩٧٩ کال وروسته د افغانستان او (پخواني) شرقي جرمني چي زه يې تبعه وم،دوستانه اړيکي ډيري پراخي سوې. په تيره بيا د کابل پوهنتون او د برلين د هومبولټ پوهنتون تر منځ اړيکي د يادولو وړ دي، چي دا خپل ځانته جلا بحث دئ. د دغو دوستانه اړيکو له برکته ما وکولاي سواي چي په ١٩٨٠، ١٩٨٣، ١٩٨٥ او ١٩٨٦ کلونو کي افغانستان ته سفرونه وکړم. يو ځل مي هم زموږ د انستيتوت د رئيس پوهاند وايديمان سره يوځاي د وتلي شاعر او د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د پخواني رئيس سليمان لايق سره کتلي او خبري اتري کړيدي. په پښتو ټولنه کي مي(چي وروسته د علومو اکاډيمۍ يوه څانګه وه) د پښتو ژبي او ادبياتو د پوهانو سره ليدني کتني درلودې. د دولت محمد لودين سره به مي د پټي خزانې د ژباړي په هکله،د زلمي هيوادمل سره د د کابل مجلې په هکله، د ژبپوه دوست شينواري سره د افغانستان د ژبو او لهجو په هکله مجلسونه کول. زما په ګمان ليکوال اود پښتو ټولني غړی عبدالله بختانی خدمتګار چي د هيواد ورځپاڼي مسؤل مدير وو،او د ١٩٨٠ کال د جون په شپږمه نيټه يې په خپله ورځپاڼه کي زما سره مرکه او په لايپزيک کي زما دپښتو درسي کتاب دچاپ په هکله معلومات نشر کړئ وو. که زما سم ياد وي، دغه مهال پوهاند روهي د پښتو ټولني رئيس وو، چي ماته يې د جرمني د افغان پوهني او ايران پوهني په هکله مقالې لوستلو ته بلنه راکړې وه.
د ١٩٨٣ کال د مارچ په مياشت کي مي د پوهاند ډاکټر عبدالحي حبيبي سره وليدل او خوږې خبري اتري مو سره وکړې. دوي هغه وخت د کلتوري چارو مسؤليت پر غاړه اخيستئ وو. زما يوه بله خوږه خاطره هم د ١٩٨٦ کال په دسمبر کي د پښتو دنړيوال مرکز دلسمي کليزي په تجليل کي زما برخه اخيستنه وه. په دې لمانځنه کي دپښتو نامتو شاعر اجمل خټک سره د لومړي ځل دپاره معرفي سوم، چي خپل وطني کالي يې اغوستي وه او پکول يې پر سر وو.دوي کله ناکله په پاکستاني اديبانو کي هم شميرل کيږي. زما يوه بله نه هيريدونکې خاطره هم د د ليکوالي کبرا مظهري سره ليدل وه. دوي له دې امله خپله ډيره خوشالي وښودله چي ما يې د “پرهيز” په نامه ناول يوه برخه په خپل درسي کتاب کي راوړې وه ( د کتاب ٢٥٢مه او ٢٥٣مه پاڼه).
د ١٩٧٧ کال راهيسي چي زه د هومبولټ پوهنتون د جنوب لويدزي آسيا په انستيتوت کي د ايران پوهني د څانګي استاد او وروسته ددې څانګي مشر او پوهاند وم، تل مي پر دې خبره ټينګار کاوه، چي بايدپه دې څانګه کي د ايران او تاجکستان د موضوعاتو تر څنګ و افغانستان ته هم پاملرنه وسي.د ١٩٨٠ تحصيلي کال په پيل کي مي په خپله څانګه کي د افغانستان پوهني او پښتو ژبي يو اوه کسيزه سمينار پرانيست چي د زده کړو دوهمه برخه يې هم انګليسي ژباړه وه. ددې سمينار لومړنی ښوونکئ ډاکټر عبدالباري وو، چي هغه وخت يې د اقتصادي علومو په پوهنځي کي پر لوړو زده کړو سربيره زما سره د ښوونکي په توګه همکاري کوله. د ١٩٨١ څخه تر ١٩٨٤ کال پوري د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو د پوهنځۍ علمي همکار وزير تڼيوال زموږ د ميلمه استاد په توګه د ستايني وړ کارونه کړي دي او شاګردانو يې په اعلي درجه خپل تحصيل پاي ته ورساوه. په ١٩٨٣/١٩٨٤ تحصيلي کال دغه اوه محصلين د شپږو مياشتو لپاره کابل ته وليږل سول چي پر ژبي سربيره د افغانستان د خلګو، کلتور او د ژوند د ځانګړتياووپه هکله يې معلومات زيات شي. نن ورځ د دوي څخه درې کسه لکه (ډاکټر ايرهارد باوير)، (توماس روتيک) او (رلف کلت اوفين) په جرمني، اروپايي اتحاديه اود ملګرو ملتونو په سازمان کي په لوړه کچه مأموريتونه لري.
د پښتو ژبي او ادبياتو په هکله زما هلي ځلي د پاکستاني مسلکي همکارانو هم دپام وړ ګرزېدلي وې. د پيښور د پښتو اکاډيمۍ د مدير محمد نواز طاهر د لاري مي ددې اکاډيمي سره اړيکي درلودې. او په ١٩٨٧ کال کي د پښتو نړيوال کانګرس ته يې دعوت کړم، خو د بعضي معذرتونو له امله مي و نه کولاي سواي چي پيښور ته ورسم. په ٨٠ يمه لسيزه کي د پاکستان سفارت زما د انستيتوت پر ادرس ډير پښتوکتابونه را وليږل ،چي دخپلي پوهنځۍ و کتابتون ته مي وسپارل.
د پښتو ادبياتو د عامولواو پراختيا په نيت مي يولړ مقالې نشر کړي دي، لکه د لايپزيک ښار د نړيوال ادبياتو په دايرة المعارف (١٩٧٧-١٩٨٠) کي زما مقالې، يا په ١٢/١١/١٩٩٧ نيټه د هامبورګ په پوهنتون کي د مقالې لوستل او داسي نور. تر ٢٠٠٣ کال، يعني زما تر ناروغۍ پوري د برلين آزاد پوهنتون پوهنتون کي هم د پښتو ژبي اوادبياتو استاد وم.