کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ژورنالېزم څه شي دئ؟ (۱)

ژورنالېزم څه شي دئ؟ (۱)

د لوی او بښونکي خدای په نامه

ښاغلو ژورنالېستانو او لېکوالو،
سلامونه او هیلي مي ومنئ،


لیکوالي او خبریالي له بده مرغه اوس هم د ډېرو کسانو په اندو واند (فکر و خیال)  یوه داسي وړتیا ده چي هر څوک یي نه لري، بلکي یوازي هغوی، چي لیکوال یا خبریالان زېږېدلي وي  . خو ډېر پوهان بیا ټینګار کوي چي لیکوالي او خبریالي یو لاسي کار دی چي هر څوک یي زده کولای شي .
په همدي تړاو ما هم د کېدون تر بریده خپلي هاندوهڅي کړي دي چي د دویمي  ټولۍ (ګتګورۍ)  پوهانو د الواک  (نظریې) درناوی وکړم او د هغوی وړاندیزنه نور هم وڅېړم .  له همدي امله مي د ژورنالېزم او د ژورنالېستي ځېلونو (ژانرونو)  او لیکلارو یوه لړۍ را پیل کړي ده چي تاسي ته یي د کره کتنې، ګوتنیونې، ارزوني او وړاندیزونو لپاره وړاندي کوم . هر ګوره، ستاسي کره کتني به هر اړخیزي وي، ګوتنیونه، ارزونه او وړاندیزنه به مو څانګیز (مسلکي) وي  .

د یوه شاعر  خبر مي پر زړه راوڅرخېده چي وایي \”تر عصري او نثري خبرو په تېر شو\” . ما هم دا لیکني په عصري او نثري ژبه لیکلي نه دي .  ځکه چي یو خوا دغه  څانګیزي لیکني دي، او بلخوا که رښتیا ووایم ، پر عصري او نثري ژبه برلاسی نه یم . پر دي سربېره مو د ژبي د سمون په باره کي هم نظر غواړم، ځکه چي زه په المان کي ژوند کوم او دا ډېره شوني ده چي ځیني څانګیز ویي مي سمي او کره پښتو ته نه وي راژباړلي، یامي ځیني غونډلي (جملې) داسي جوړي کړي وي چي ماته یي سمون ستونزمن وي او تاسي ته پوهاوی .

دغه څانګیزي لیکني تر ډېره پر تیوري نه، بلکي په عملي کار راڅرخي . په دي مانا چي خبر، راپورتاژ، مرکه . . . څنګه ولیکو،  که څه هم چي د اړتیا وړ تیوري، یا په خپله د ژورنالېزم او د دۀ د ځېلونو (ژانرونو) دپېژند په باره کي مي هم یو څو کرښي ورسره لیکلي دي . که تاسي په دي اند یاست چي تیوري یي نوره هم وڅېړم، نو ستاسي د وړاندیزنو په هیله .

د دغو لیکنو موخه یوازي د پښتو خبریالۍ په ډګر کي څېړني او د پښتنو خبریالانو سره د خپل اندو واند شریکول دي او بس . په پام کي لرم چي د دغو لیکنو لړۍ، وروسته ستاسي له وړاندیزنو څخه، انشاالله د ژورنالېزم دیوه کوشني لاسلیکي (ګتابګوټي) په توګه چاپ ته وړاندي کړم . نو له دي امله د دي لیکنو یا   د کومي برخي  د چاپ حق یي یوازي له لیکوال سره دی . ستاسي وړاندیزونه به پښتو ژورنالېزم لا پیاوړی کړي او ستاسي ملګرتیا به د دي کتاب سکالو ښه ترا روښانه او د لا ډېري ګټي لامل وګرځوي . هیله من یم چي همکاري مو ونه سپموئ .


په درښت
محمد کریم نور


ژورنالېزم څه شي دئ؟


ژورنالېزم له فرانسي ویي (کلمې) ژورنال څخه اخستل شوی دی چي چي د ورځني کتابت یا د ورځنیو پېښو د لیکلو او ثبتولو ماناتري اخېستل کېږي .  د لا ښه ترا پوهاوي لپاره راځئ چي دي پوښتني ته چي ژورنالېزم څه شی دی، په لاندي توګه  ځواب ووایو .

کله چي سهار له خوبه پاڅېږو، له لمانځه وروسته ژر لرغږون (رادیو) ته لاس وراوږد کړو .  د لرغږون ستنه د امریکا غږ یا بي بي سي پر څپو ر اولو چي د تېرو یا روانو پېښو په اړه مالومات تر لاسه کړو  .
کله چي د دوتر پر لور روان شو او د کومي غرفي مخ ته تېرېږو چي ورځپاڼي پلوري، نو یو ټوک له ځان سره اخلو او د پاڼو په اړولو یي پیل کوو . هر سرلیک مو چي خوښ شو، هغه لیکنه لولو .   کله- کله هم اوونیزه یا میاشتېنۍ خپرونه له ځان سره دوتر یا کورته وړو چي د تېرو پېښو په باره کي څېړنیز راپورونه، مرکې، شننې، ارزونې، د کارپوهانو او سیاستوالو اندو واند، د ادب نړۍ څېړنې، کره کتني او یا هم پر نورو نويو  او په زړه پوري مالوماتو خپله تنده ماته کړو.
 که ښه ځېر شو، دغه  ټولي پاڼي او لیکني لوستونکي د ملک د ننه پر پېښو، د حکومت پر دریځ او کړو وړو، او یا هم پر هغه موضوعاتو خبروي چي د لوستونکیو لپاره اړین، نوي اود لېوالتیا وړ وي .  دغه لیکني همدرانګه د نړۍ پر نورو ملکونو، په ځانګړي ډول هغو چي اغیزمن وي،  زموږ  د ادب نړۍ او په همدي ډول د نوري نړۍ پر  ادب او هڅوبي راڅرخي . هر ګوره (البته)،  دغي ټولي لیکني او همدارنګه د لرغږون او لروینون خپروني د یوه ځانګړي څانګیز  دوی (قانون) پر بنسټ لیکل شوي او تیاري شوي دي . او همدا یوازېنی دوی دی چي مسلکي او اماتور (شوقي)  ژورنالېست پي توپیرېدای شي .  مانا دا چي مسلکي ژورنال
 ېست به د دغه دوی درناوی کوي او کاروي به یې، خو اماتور به تري انکار او هېروي به یي .
د پام وړ دا ده چي دغه ټولي لیکني چي د ورځپاڼې، اوونیزي یا هم میاشتنۍ خپروني له لاري لوستونکیو ته وړاندي کېږي او په همدي توګه دغه ټولي  رادیویي او تېلویزیوني خپروني پر څېړنه، شننه، ارزونه، امرنه او غوراوي  ولاړي دي، نو ځکه ویلای شو چي :

ژورنالېزم دپېښو په باره کي د  مالوماتو راټولولو، څېړنو، ارزولو، شنلو او په څانګیز (مسلکي)  ډول لیکلو ته وایي .   ژورنالېزم هغه پېښي څېړي او پر هغو ویینو (موضوعاتو)  خبري کوي چي نوي او تازه، په ورځنیو پېښو پوري اړوند،  رښتیا او د ټولني د ټولیزي روحیي یا هڅوبي (دود او کلتور)  سره اړخ ولګولای شي .  دلته له ټولیزي روحیي سره غاړه لګول په دي مانا چي په افغانستان کي د لویدیځ سندربولو یا فلمي هنرمندانو د لوڅو فېلمونو، عکسونو، یا هم نویو رسوایي لوڅو وینیزو (ویدیویي) پیتو ښکارول او ان په دي باره کي خبر ورکول نامناسب دي او د افغانانو له ټولیز دود سره په ټکر کي دي .


ژورنالېزم ټولیزوالی یا عمومیت رامنځته کوي، ټولنه څاري او پایلي یي بېرته ټولني ته وړاندي کوي چي په  دي ډول سره یوه  ټولېزه رښتینولي یا حقیقت راجوړوي .
ژورنالیزم هغه څانګه ده چي د پېښو په باره کي یوازي او یوازي لوڅ، لغړ، بربنډ، او څرګند حقیقت وړاندي کوي . مانا دا چي د ژورنالېزم رښتینولۍ ته هېڅ ډول رنګ نه ورکوي، بلکي په خپله آر (اصلي) بڼه یي ولس ته وړاندي .

 ژورنالېست یا خبریال چي په لوېدیځه نړۍ کي ورته راپورتراو خبر څېړونکی هم وایي، مالومات راټولوي، کیسي تیاروي، په ورځپاڼو، رادیو او تېلویزیون کي خبرونه وړاندي کوي، او ولس په سیمه ییزو، ملي او نړیوالو پېښو خبروي .  د دي تر څنګ پر ټولو پېښو تبصري کوي، خلک په ټولیزو چارو خبروي او دوی د خپل اندو واند څرګندولو ته هڅوي . خبریال همدارنګه د دولتي کارمنو کړه وړه څاري، د سیاسي او دولتي کړیو کړه وړه او تصمیمونه ملت ته په روانه، ساده او څرګنده ژبه ژباړي او د ملت غږ دولت ته رسوي .

هېره د نه وي : دا چي ژورنالېزم رواني پېښي څېړي اوهغوی ثبتوي، نو ځکه په اوسني وخت کي د تاریخ لمېسنه  (تسوید)  هم ورته وایي .

نور بیا . . .ددې سلسلې ټولي برخي له دې ځايه ولولئ