څــه ناڅـــــاپه مــي په زړه شوي ديارياده ديــارياده
چي په زړه مي شوي هيرنه شوي ديارياده ديارياده
راته هرڅه ستاتصويرشوپه هرڅه كي ته ښكاريږي
ته مي سترګوكي ليمه شوي ديارياده ديارياده
لمـــســـيوي مــي بيرته ولـــي دزاړه زخــــم دردونــه
راته ولي په غوسه شوي ديارياده ديارياده
كه مي عقـــل كه جـــنون ؤراڅه واړه په امـــان شـــول
ته جنون ته مي ماغزه شوي ديارياده ديارياده
ماويل نوم به دي هيڅـــكله په فريادنه اخلـــم چــاته
نن مي آه غوندي په خوله شوي ديارياده ديارياده