ګران محمدیار،
ته د افغانستان د ټول ملت تجسم یې:
سرلوړی، زړور، باوقاره، مظلوم، ژوبل، پوه، له زغمه ډک، صمیمي، قدرشناس، دردېدلی، بېوزله، وزګار، خدایی خدمتګار، په یوه وخت خوړو قانع، بې تعصبه، کلک مؤمن او میین…
هغوی چې ته يې ځورولی یې کټمټ د افغانستان د خلکو د دوښمنانو تجسم دي:
متحجر، سرناخلاصي، بېرحمه، بې منطقه، سرزوري، خشن، بېعاطفې، کبرجن، ځان ته غره، له هيڅه بېخبره، تر روستي بریده له رواني ګرومونو (عقدو) ډک.
د پانګوالې نړۍ د مرموز او مفشن ظاهر په دننه کې د منځنیو پېړیو روسته پاتې او شاتګپال زنګوهلی ذهن.
محمدیار همدا اوس د پښ کاوه په شان د ټولو روښانفکره، موډېرنیست، پرمختګپال، ویښ او بدلونخوښي لښکر د قیام په سر کې روان دی. په خپلو لکړو یې خپل خامکدوزي کندهاری څادر د پښ کاوه د بیرغ په شان تړلی دی او روان دی، چې د مارغاړي اژي دهاک (ضحاک ماردوش) په وړاندې د پاڅون روستی منزل فتح کړي.
هغه ښاماروزمه اژي دهاک چې هره ورځ يې پر اوږو ناست ماران د دې خاورې د زلمیو د سر ماغزه خوري. هو د سر ماغزه!
ملګریه !
دا پاڅون دې مبارک شه!
ما که هرڅه له نورو زده کړي وي، استقامت، ښکلې بې پروايي، زغم، د دسیسو او توطئو په وړاندې بېتفاوتي مې له تا زده کړې ده!
ستا مې هغه ښکلې کړس کړس خندا یادیږي، چې د معاصر جهالت په تیاره دالانونو کې انګازه کوي او د تحجر، ترهګرۍ او تورجهالت تاداوونه لړزوي.
ملګریه !
شاته درپسې جوړ فکري بهیر وګوره، ایله به پوه شې، چې ته چېرته او ستا فکري مخالف چېرته ؟
داسې خو به نو خود کېدل !!!
عبدالغفور لیوال