په سهيل ختيځ ولايت خوست کې د بهرنيو ځواکونو پر پوځي اډه د توغنديو بريد شوى او لږ تر لږه يو بهرنى سرتېرى يې ټپي کړى دی.
وسله وال طالبان وايي دوى د نړيوالو ځواکونو پر يوې اډې ١٥ توغندي ور ويشتلې او گڼ شمېرو سرتېرو ته يې مرگ ژوبله اړولې.
د دغو ځواکونو يوې ځايي وياندې د وسله والو طالبانو له خوا بريد تاييد کړ او ويې ويل چي يوازي يو تن بهرنى سرتېرى يې ټپي کړى دى.