ألف فارم
د حاجي خیر الله په نامه یوه ورور د څېړنو او تدرویج په منظور یو داسي مرکزي فارم جوړ کړی، چي په لیدو یې سړی د خوښۍ احساس کوي. یاد فارم واقعاً ډېر عصري، نوی او د یوه خاص فکري بلاغت او ښه ذهنیت په کار اچولو سره جوړ او د هیواد او وطنوالو په خدمت کي شپه او ورځ نه ستړي کېدونکي کارونه کوي. ألف فارم چي مؤسس یې ګران حاجي خیر الله افغان دی، د کندهار په دامان افغان مېنه کي له میدان څخه پر دا بل اړخ ډېر لیري موقعیت لري. هلته په ورتګ به هیڅ دا فکر ونه کړئ، چي دلته په یوه لیري پرته دښته کي دي، په نړیواله سحطه داسي یو موډل موجود وي، چي کولای سي د ټول هیواد لپاره د ستونزو حل سي. عموماً دغسي موډلونه د هند او نورو زراعتي هیوادونو لپاره د ځان بسیایني کیلۍ دي.
په فارم کي چي عموماً د تدرویج او څېړنو مرکز دی له الف څخه تر یا ټول ضروري توکي موجود دي، چي دا په اقتصادي نظر د ګټي وټي یو له هغه تر ټولو ښه اړخ دی. مثلا: په فارم کي له ماشینرۍ نیولې، تر شپیشو، واښو، غواوو، پسونو، چرګانو، وزو، کرکانو، هیلیو او نورو رنګا رنګ حیوانانو سره سره مختلف تخمونه او نور تر کار لاندي نیول سوي، چي یو ښه دوران یا سایکل یې جوړ کړی. د افغان صاحب په خبره، چي که دغسي موډولونه وړاندي نه سي؛ نو اقتصادي ګټه به یې کمه وي. مثلاً: که یوازي حیوانان ولرې او خوراکه یې ونه لرې؛ نو دا به ډېره لږه ګټه وکړي، چي عموماً په هیواد کي عادي دي؛ خو که ته د حیوانانو تر څنګ د شپیشو یوه کوچنۍ مامته ولرې؛ نو دا به له یوې خوا د حیوانانو د خوراکې ځای ونیسي، چي عموماً قیمته تمامیږي او هم به له حیواني امبار څخه د همدې شپیشو د ځمکي له ښه رشد څخه استفاده وسي.
همدارنګه په یاد فارم کي د غنمو پر پخوانیو یا په بله اصطلاح زموږ نسلي تخمونو لکه سورخوشه او نور او هم پر اصلاح سویو تخونو لکه دارالماني او نورو کار کیږي، تر څو ټول صحي، اقتصادي او نور اړخونه یې وڅېړي او د خودکفاء افغانستان لپاره یو ښه بدیل وړاندي کړي.
د دې تر څنګ د وزو، پسونو، غواوو، چرګانو او نورو حیوانو پر نسل نیونه او یوه ښه بدیل وړاندي کولو کار کیږي، چي تر ډېره حده ماشاءالله بریالي سوي هم دي. دوی پر دې کار کوي، چي کومي وزې د غوښو او کومي د شیدو او همدارنګه کومي غواوي د شیدو او پسونه د غوښو په منظور هیوادوالو ته وړاندي سي، تر څو د فقر کمبله ټوله سي. همدارنګه دوی د ګولډن چرګانو وطني او غیر وطني نسلونو ته کار کوي تر څو داسي یو نسل چي د هیواد له هوا او خوراکې سره توافق وکړي او هم زیات تولید ولري وړاندي او په وطن کي مروج کړي.
همدارنګه په ألف فارم کي ټولي عصري چاري په منظم ډول پلان او بیا تدبیقیږي. مثلاً: د غنمو د کرلو لپاره اول ځمکه انتخابیږي وروسته د لېزر لېول په توسط لېولیږي او بیا د توخم پاش په توسط تخم شیندل کیږي او اخري یې نوري عادي چاري پر مخ وړل کیږي، چي دا کار هم د تولید د زیاتېدو، ضایعاتو له کمېدو او کم مصرف سبب ګرځي. د دوی په وینا چي، په راتلونکي کال کي به ټولي خپلي مربوطي ځمکي چي اوس محال هم د لېزرل لیول تر کار لاندي دي لېول سي او خلکو ته به یو مثال سي تر څو په راتلونکي کي ذهنیتونه جوړ او اماده سي.
ألف فارم ددې ټولو ښو کارونو تر څنګ له غریبو کورنیو سره مرسته کوي، هغوی ته مشورې ورکوي تر څو هغوی له فقر څخه خلاص او ښه ژوند ولري. د دوی په پلان کي دي، چي تر ۱۵۰ کورنۍ چي اقتصادي وضعیت یې سم نه وي ټارګیټ او بیا په ډېر کم مصرف او یا هم قرضي شکل هغوی ته ځیني ښه حیواني نسلونه ورکړي تر څو هغوی خپل ژوند په جوړ کړي.
د الف فارم یو بله ښه خوبایي دا ده، چي دوی خپلو ټولو کارونو ته منظم پلان لري او موخي یې داسي ټاکلي چي هغوی ته رسېدل یې په اولیتونو کي دي.
ألف فارم د لوړو کارونو تر څنګ د څېړنو یو ښه مرکز هم دی، چي د افغان صاحب په همکارۍ محصلین او نور څېړونکي کولای سي هلته خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.
په اخر کي باید ووایو، چي ألف فارم داسي یو موډل دی، چي که د هیواد په سطحه عملي سي؛ نو زموږ د ستونزو حل کېدای سي. دغسي موډلونه نړیوال دي او د دغسي موډلونو په عملي کولو نړۍ وینو چي تر کومي سطحي رسېدلي.
د یادوني وړ ده ووایو، چي د کندهار له دغسي ځوان او پُر انرژي ټیم څخه ملاتړ او له هغوی سره همکاري به ددې هیواد ډيري ستونزي حل کړي. په کومه مینه، حسن نیت او وطني احساس، چي دوی کار کوي یو مثال دی او خدای ته دعا کوو، چي د دوی د داسي هڅو بدله هم په دې دنیا او هم په هغه دنیا ورکړي. وطن دي ژوندی وي.