افغان ولسمشر ته په بلجيم کښي د ميشتو افغانان ګوتڅنډنه
ښاغلۍ ولسمشر ،
افغانان د کلونو کلنو ناورين او په تيره د تيرو دري لسيزوو د ناخوالو هيرولو او پر زخمونو د مرحم ايښودلو لپاره له بهر او له دننه ستاسي او ستاسي د ملګرو په پله کښي ودريدل ، تاسي ته يي رايي درکړې ، ستاسي لاسپوڅي رژيم ته يي مشروعيت ورکړ ، ستاسي د مصلحت ادارې ته يي غاړه کښيښوده ٠
تاسي جناب به خبر ياست چي ستاسي صندقونه په لمړي ځل د خواجه بهاولدين افغانانو د ژيړۍ افغانانو ، د شنډنډ افغانانو ، د شنوارو ، مومندو ، ځدراڼو ، منګلو په سيمو کښي ډک شول ٠ له کرز او بالا کرز نه ستاسي کورني لا د سهار خوبونه نه وه پوره کړي چي درديدلو او کړيدلو افغانانو د ميرمنو ، خويندو او ميندو سره د رايو صندقونو ته ولاړل او ستاسي نوم يي غوره کړ ٠ ستاسي بری يي د زړه له تله ولمانځه ٠ ستاسي لمړۍ ډالۍ خپلو رائ اچونکو ته د کرکي نفرت او ساديزم پهلوانان ، اميرين او چارواکي کړل ، او لا تر اوسه ستاسي د مصلحتونو تر درانه بار لاندي خپلي مړيني ته ژوندي دي ٠
ښاغلې ولسمشر ،
زموږ هيله ستاسي نه د يوه افغان په حيث او د تاريخ په دې ناوړه پړاو کي ، دا ده چي د خپلو خلګو حيثيت او حق ته وګورئ ٠ تاسي د خپلي ولسمشرۍ په دوره کښي د دي خلګو پوروړي ياست ٠ پر تاسي د خدای او رسول امر د ۍ چي د خپل رايت حق به ورکوۍ ٠ دلته د ګاندي او ګانديانو د ايډيالوژۍ شرايط او خلګ نه شته ٠ پر دې خلګو او وطن ډير کلونه د مذهب ، ايډيالوژۍ ، ژبي او قوم تبعيض او محروميتونه تير شوي دي ٠
موږ ستاسي نه معجزه نه غواړو ، موږ پوهيږو چي که مو د ګاندي جامې په ځان او ذهن اغوستي دي خو د داړه مارانو لاس مو نه دۍ نيولۍ ، د مظلوم له ګريوانه نه مو د ظالم لاس غوڅ نه کړ لا مو مظلومان د خپلو ملګرو په مرميو ووژل ٠
تاسي او ستاسي د ارګ غوړمالان به خپل خلګ څنګه وينۍ ؟ او څرنګه حکومت باندي کوۍ ؟ خو تاريخ تاريخ دۍ او ستاسي شان به ستاسي په شان زموږ اولادونو ته ووايي ٠
د ادارې او منجمنټ لمړۍ خصوصيت جديت او رښتنولي ده ٠ که تاسي په اوسنۍ دوره کښي له ځانه تدبير او جديت نه وي ښولۍ نو په کوم جرئت بيا خپل ځان ته دا حق ورکوۍ چي دا خلګ بيا د قومي تبعض او ړندو بمباريو ښکار کړئ ؟
څومره باور لرۍ چي بيا د خواجه بهاولدين افغانان ، قندوزيان ، مزاريان ، هلمنديان ، دهراوتيان ، شنډنډيان ، مومند ، منګل ، شنوار او ،،، ستاسي پر نوم خپله ګوته ولګوي ؟
موږ نړيوال قوتونه د خپلو اږدمهالو ګټو سره سره د خپل وطن په ګټه بولو ، زموږ اوسنۍ حالت او زموږ اوسني ګاونډيان زموږ د دي احتياج ښه مثال دۍ ٠ خو تاسي فکر نه کوۍ چي د خپلو ملي ګټو په تقابل کښي واقع ياست ؟ که چيري ستاسي د جهادي ، الهادي ګډوډو استخباراتو او مستقلو جهادي راپورچيانو د نړيوالو اوسنئ اتحاد ستړۍ کړي او خداۍ مکړه د عربو ، ايرانيانو ، پنجابيانو لاس ته ولويدو ، دا مسوليت به تر ټولو لمړې ستاسي د ضعيف مديريت او ملي ګټو ته د خيانت ثبوت وي ٠ تاسي فکر نه کوۍ چي په خپل لاس افغانستان پرون ته بيایاست ؟
موږ هيله مند يو چي د خواجه بهاولدين ماشوم په ارګ کي د خپل ميرويس زوی سره يو شان وګڼئ ٠ که خدای بخښلي حاجي معين صيب (عبدالاحد خان کرزۍ ) ژوندی وای او خپل ا ولادونه يي د خپل حق په جرم بنديان ليدلي وای ؟ خپله به د معضلي د حل لپاره خواجه بهاولدين ته نه وای تللی ؟
تاسي کله هم ځان پلار ګڼلي دۍ ؟ تاسي ته کله هم خپل ملت د خپل کور په شان بريښيدلئ دئ ؟
موږ هيله مند وو چي په دوهمه دوره کښي به ستاسي د تجربو او نړيوال ښه نوم نه ګټه پورته کړو ، خو اوس تاسي زموږ په زړنو او سرنو کي خپل ځان څنګه وينۍ ؟
لا تر اوسه ستاسي د شخصيت د اعادې وخت شته ، بيړه وکړۍ ؛
بروکسل بلجيم