استاد محمداسمعیل یون
په تذکره کې د مور نوم د لیکلو موضوع ډېره وشاربل شوه . اصلاً که دا موضوع حساسه نه وای دومره جنجالي بحثونه نه رامنځته کېدل. دلته ډېر بحثونه له ناسم پوهاوي څخه رامنځته شوي دي. ځینې خلک چې د تذکرې پر مخ د مور نوم دلیکلو اورپکي پلویان دي او د جمهور رییس هره پرېکړه د تعقل زېږنده ګڼي ، هغوی دا موضوع داسې تعبیروي چې ګنې څوک په تذکره کې د مور نوم د لیکلو مخالفت کوي ، هغه ګنې مور او ښځینه قشر ته د تذکرو د ورکړې مخالفت دي!؟ خبره داسې نه ده ؛ دلته له نومونو او اصطلاحاتو څخه ناسمه سیاسي ګټه پورته کېږي . دا ډول مقصدونه او تعبیرونه باید سپین شي. د تذکرې پرمخ د مور نوم لیکل مور ته د درناوي او هغې ته د تذکرې د ورکړې مانا نه ورکوي، بلکې دا مانا ورکوي چې د یو شخص په خپله تذکره کې دې د هغه د مور نوم ثبت شي. له دې کار څخه د ځینو خلکو سیاسي موخه دا ده چې په ټولنه کې یو شمېر کلتوري او مذهبي حساسیتونه شته او یا له دین څخه مختلف تعبیرونه، نو یو شمېر خلک به په اسانۍ سره د تذکرو اخیستو ته حاضر نه شي او دوی به له دې کار څخه بیا خپله سیاسي ګټه پورته کړي. ښه خو دا وه چې حکومت پر ټولو خویندو او میندو ، په ټوله کې پر ټولو ښځو او نرو د برېښنایي تذکرو اخیستل جبري کړي وای ، نه د بل چا په تذکره کې د مور نوم . یوې مور ته خپله تذکره ډېره ضروري ده که د هغې د لور او زوی په تذکره کې د هغې نوم لیکل؟؟ یوه مور په خپله تذکره ووټ ورکولای شي ، پاسپورټ اخیستلای شي او یار نور ضروري خدماتو ته لاسرسی لرلای شي که د اولاد په تذکره؟؟ دلته د خاصو کړیو هدف دا نه دی چې مور ته دې درناوی وشي او یا دې د هویت او تذکرې خاونده شي ، بلکې هدف یې دا دی چې د مور له مقدس او عاطفي نوم څخه سیاسي ګټه پورته شي او د نورو د تذکرو مخه ډب کړي. جمهور رییس غني لا هم په هغه فکري دریځ کې نه دی چې پر حکومت د یو شمېر واکمنو متعصبو ستراتیژیکو کړیو ، ملت ضد پلانونه شنډ کړي ، هغوی ان په دې دریځ کې دي چې خپله د جمهور رییس د احساساتي چلند په لاس د هغه خپلې پښې غوڅې کړي. د دې لپاره چې دا بحث نور هم بحران ته لاړ نه شي ، د مور سپېڅلي مقام ته هم درناوی وشي، له هغه څخه ناوړه سیاسي ګټه هم پورته نه شي او د برېښنایي تذکرو د وېش ملي بهیر هم له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي ، نو دلته دغه څو وړاندیزونه کوو:
۱-لومړی باید د حکومت اوسنۍ طرحه او د جهمور رییس فرمان قانوني پړاوونه بشپړ کړي : تر هغه مخکې دې په دې برخه کې هېڅ ډول اقدام نه کېږي.
۲- ملي شورا باید د حکومت له خوا له وړاندیز شوي تعدیل پرته د تذکرو پر نور تېر بهیر د بحث حق و نه لري.
۳- که په یو نه یو ډول همدا تعدیل د تطبیق پړاو ته رسي ، نو بیا دې اختیاري شي ، چې هر شخص په خپله خوښه په خپله تذکره کې د مور نوم لیکي او کنه؟
۴- جمهور رییس باید د یو ځانګړي او یا هم د همدا ډول یو فرمان له لارې پر ټولو افغانانو ( ښځو او نرو) د برېښايي تذکرو اخیستل جبري او حتمي کړي . په دې ډول به هره مور او خور په خپله د تذکرې خاونده شي ، نه دا چې د بل چا په تذکره کې یې د نوملیکنې له لارې سمبولیک او تصنعي درناوی وشي.
۵-د مور او خور ، په ټوله کې د ښځینه قشر لپاره دې د تذکرو فیس معاف شي ، حکومت که رښتیا هم د ښځو د حقوقو رښتینی پلوی وي ، نو دا اقتصادي بوج دې وزغمي.په دې ډول به د میندو او ښځو د حقوقو د اصلي او سیاسي مدعیانو نېتونه او عملونه ولس ته څرګند شي او د ټولو ناوړه سیاسي غرضونو مخه به هم ونیول شي.
یادښت: زه د هغو لومړنیو افغانانو له جملې څخه وم چې خپلې مېرمن ، لوڼو او زامنو ته مې په ډېر ویاړ سره برېښنایي تذکرې واخیستې ، مور مې وفات وه ، کنه هغې ته مې هم پر همدې وخت تذکره اخیسته او کاغذي تذکره مې لا ډېر کلونه پخوا ورته اخیستې وه. نو راځئ ټول پر دې ټینګار وکړو چې خویندو ، میندو او لوڼو ته تذکرې واخلو ، نه دا چې پر بل چا باندې د مور نوم د لیکلو له امله دومره فشار راړو چې له تذکرې ډډه وکړي ، هم تذکره لاړه شي او هم د مور نوم.نور راشئ چې د تذکرې اخیستل پر هر افغان ( ښځه او نر) جبري کړو او د مور نوم لیکل او نه لیکل اختیاري. همدا د عدالت لاره ده او د سیاسي توطیو مخه هم په دې ډول نیول کېدی شي.