خوب مي ليده، ته وا ښه! خوب وينم چي ښکلې ښځه يمه او د يوه لوړ پوړي دولتي چارواکي سره انډيوالي لرمه، که څه هم مسلکي نه يمه، خو انډيوال مي سرپرسته وزيره ټاکلې يمه، بس نور هر څه سم وي، خو يوازي دا اندېښنه راسره وي چي ولسي جرګه به رايه راکړي که نه؟ له بده مرغه چي په دې وخت کي د موبايل زنګ له خوبه راويښ کړم، ګورم چي نه ښکلې، نه ښځه او نه هم وزيره يمه، بس هغه ستړی نارينه خبريال او ليکوال يم. له ځانه سره مي چورت واهه، ما ويل د چا دين او د چا بيا ډيموکراسي په ګټه وي، دا خبره تر دې پوري راياده سوه چي په ۲۰۰۴ ميلادي کال کي له کندهار څخه ولسي جرګې ته کانديد وم، زه په درې نيم زره رايو ناکامه، خو يوه ښځينه کانديده په اتو سوو رايو بريالۍ سوه، اساسي قانون ډېر ښه عملي سو، د اساسي قانون يوه ماده داسي وه چي د اتباعو حقوق مساوي دي. د معدني فعالانو خبره بل غم بيا دا دئ چي په اسلام کي ښځه نه سي خليفه کېدای، نو اوس به وګورو چي په دې دوو سیاسي غېږبازانو کي لوبه څوک ګټي؟ جمهوريت که امارت؟ په دې وخت کي بيا خوب يووړم، د طالبانو د حکومت دوره په خوب وينم چي ښځو ته نه د زده کړي او نه هم د کار اجازه ورکوي، تر هغه وروسته د ټاميانو تور باران واورېږي، دوی بيا پر ښځو دومره مهربانه وي چي هر يو يې هڅه کوي خپله بې سواده انډيواله وزيره مقرره کړي!؟