ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻣلي انسجام ﺣﺮﮐﺖ هغه اوازې رد کړې چي ګواکي ددې حرکت مشر جنرال حمدالله نازک د روزګان ولایت والي ټاکل سوی دی.
ددې حرکت ویاند ایمل خان لراوبر ته وویل “ د افغانستان د ملي انجسام حرکت ﺩ ﻭﺍﮎ ﺍﻭ ﺍﻣﺘﯿﺎﺯ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐﻮﻟﻮﻟﭙﺎﺭﻩ ﻧﻪ ﺩﯼ ﺟﻮړ ﺷﻮﯼ، بلکې اساسي هدف يې د افغانستان ملي خونديتوب دئ.په سوشل ميډيا کې خپرې شوې اوازې چې ګواکې د دې حرکت سرپرست مشر جنرال حمدالله نازک د روزګان والي ټاکل شوی دئ، بې بنسټه دي، د افغانستان ملي انسجام حرکت دا اوازه په کلکه ردوي او دا کار د دښمنو کړيو پوچ تبليغات بولي.
د افغانستان د ملي انسجام حرکت د ۲۰۲۰ په مارچ میاشت کي په کار پیل وکړ چي لويي غوښتني یې د ټولو افغانانو دپاره خوندیتوب، سوله او دایمي اوربند دي.