دا سپوږمۍ ده
که يا ر د مخ رڼا ده
چه د تورو ورېځو منځ کې
جوړه کړې يې ښکلا ده
دا د تورو ورېځو پوړ دې
چه سپوږمۍ يې هاله کړې
که د يار دزولفو سيوری
چه پر مخ را خور کړې
دا دشنه سهار شبنم دې
له ګلابه چه را څاڅي
که د يار په اننګو می
مرغلرې دي چې څاڅي
دا غمي دي د ﻻلونو
سپينو کاڼو کې نښتي
که د يار د شونډو رنګ دې
چه په شونډو ئي مښتې
ربه ! دا څنګه ښکلا ده
چې ورکړې دې وړیا ده
انځور ګر دې حېران کړې
دا دکوم څراغ رڼا ده ؟
انجینر عبدالخالق ساپی ویانا 2008-07-05 د لاېنز روغتون