کابل ښاروالۍکې مافيائي ډله او په پښتنه سيمه کې نامتوازن پرمختګ
کابل ښار د څو کلونو راهسې پرمختګ وکړ، ودانۍ پکې جوړې شوې، څه سړکونه پراخ شول. په ځينو سيمو کې يو اړخيز سړکونه په دوه اړخيزو سړکونو بدل شول.ځينې پليو لارې،څلورلارې هم جوړې شوې او ځينې ګلدانونه جوړ شول او په ځينو ځايونوکې لوبغالي او د ساتېريو ځايونه هم ودان شول.مارکيټونه او هوټلونه هم رامنځته شول.
خو دغه پرمختګ د کابل ښار په ټولو ناحيواو سيمو کې يو شان نه شو ترسره. په هغو سيموکې چې پښتانه مېشت دي، هلته لا اوس هم خلک په کنډوکپرو سړکونو سفر کوي. په تفريحګاوو او لوبغاليو پسې يې سترګې وځي. سوداګريز مارکيټونه نلري. د ژوندانه چاپېريال يې سم نه دى، ځاى په ځاى يې ډېرانونه پراته دي او خلک د څښاک د پاکو اوبو په ارمان دي!
دا هغه ستونزې دي چې د احمد شاه بابامېنې، قلعه زمان خان، هوتخېلو، پکتيا کوټ او ځينو نورو نسبي پښتونمېشتو سيمو اوسېدونکي ورسره لاس او ګرېوان دي.
ځينې کړۍ دپښتنو له چوپتيا نه بې درېغه ګټه پورته کوي! ځکه پښتنو ته لا تراوسه له لاريون سره سم ندي بلد او د ګېډې په خاطر ورته مبارزه يو ډول شرم او عيب ښکاري!
له خوارو پښتنو سره څومره غټ ظلم دى! له يوې خواوژل کيږي،بمبار پرې کېږي. ښوونځي يې سوځل کيږي او د ترهګرۍ په اور کې سوځي او له بلې خوا په حکومت کې هم ورته غير ملي کړۍ د دوه توتو ارزښت نه ورکوي او سيمې يې لا هماغسې شډلې او وروسته پاته دي!
که سړى د کابل ښار پښتون مېشتې سيمې ته ولاړ شي او نورې سيمې ورسره په پرتله کړي نو د ځمکې او اسمان هومره توپير به وويني! په پښتنه سيمه کې نه کوم پوخ سړک ليدل کيږي او نه کوم ښکلى د اوسېدنې ښارګوټى! نه کوم منډوي پکې شته او نه کوم د کا ر او سالمې بوختيا لپاره بوختيا!
د احمدشاه بابا مېنې ته چې تقريبا څلوېښت کاله وړاندې رامنځته شوې په دې څو کلونو کې هيڅ ندي شوي او د اووه اته کلونو په تېرېدو سره يې يو وړوکى سړک هم ندى پوخ شوى.
همداشان که سړى بيا لږ دې سراى شمالي، خير خانې، کارت پروان ته مخ ور وګرځوئ چې څومره کارونه پکې شوي، پارکونه، سړکونه، لوبغالي او نور ځايونه او پرمختياوې يې وويني نو سړي ته تعصب په ثبوت رسيږي او د ملي وحدت دعوې ورته تشې اوتې بوتې ښکاريږي!
په کابل ښاروالۍ کې يوه کړۍ شته، چې د پښتنو سيمو پيسې او پروژې نورو سيمو ته ورکوي او په قصدي توګه پښتنې سيمې له پامه غورځوي! دا کړۍ تقريبا له څلوېښتو کلونو راهسې کابل ښاروالۍ ته ننوتې او تر اوسه يې دغه ځاى په ولکه کې نيولى دى! دوى دهر نوي ښاروال مشاورين دي او هر نوى ښاروال په خپلو مافيائي پلانونو کې ښکېل کوي او په خپله لاره يې برابروي.
خداى پاک دې وکړي، چې لوړ پوړي چارواکي د پښتنو پرضد دغې څلوېښت کلنې مافيائي کړۍ ته پام واړوي او داسې چارواکي دغلته وګماري چې کابل ښارټولو سيمو ته په يوه سترګه وګوري او د مور او ميرې سلوک ته د پاى ټکى کيږدي! ځکه دا وطن د ټولو شريک کور دى او په کورنۍ کې متفاوت چلند تضادونه او تباهۍ پيداکوي!