کور / تازه خبرونه / روسيې د « توپول » قاره پيما توغندۍ و آزمويله

روسيې د « توپول » قاره پيما توغندۍ و آزمويله

د روسيې دسټراټيژيکوتوغنديو عمومی قوماندانۍ نن اعلان وکړ ،چي د « توپول » په نوم بالیسټيکه قاره وهونکې توغندۍ  يې  د “پليسټسك” د فضایی اډې نه په بري سره  توغولې   او خپل فرضي ټاکلی هدف ئې له مينځه  وړی دئ .

په داسي حال کي چي لوېدیځ هيوادونه او په ځانګړې توګه آمريکا د قفقاز د بحران په هکله او د روسيې او ګرجستان دلاس او ګرېوانه پر سر د اختلاف سره مخامخ دي، اوحتی  ځينولا  د سړې جګړې د شروع کېدو خبره را پورته کړې ده، مسکو نن پنجشنبه  خپله  يوه  نوې  قاره وهونکې سټراټيژیکه  توغندۍ په بري سره و أمويل .

د روسيې د “ريا نووستي” خبري آژانس نن د روسيې دسټراټيژيکوتوغنديو دعمومی قوماندانۍ له قوله خبر ور کړ چي « توپول »  نومي قاره وهونکې بالیستیکه توغندۍ (آي.سي.بي.ام) چي نن په بري سره و توغول شوه ، خپل هدف يې و”كامكچاتكا”  ته څيرمه د تیر په میدان کي  وران  کړی دئ .  نوموړي ويلي دي چي دغه توغندۍ قادره دي په يقيني توګه د دښمن ساتل شوي پټ تأسیسات له مينځه يوسي .

د « توپول » د قاره وهونکې توغنديو مجموعه په کال ۱۹۷۷ کي پيل سوې وه چي د لومړي ځل د پاره په ۱۹۸۳ کي و ازمویل شو . د کال ۱۹۸۸ په ډسامبر کي دغه ټولګه د روسيې د سټراټيژيکو توغنديو و ځواکو ته و سپارل شوې .

“ريا نووستي” ګزارش ورکوي چي د« توپول »  قاره وهونکې توغندۍ کولای شي د ۱۰ زره کيلومتره زیات  ليري واټن کي خپل هدف په نښه او هغه وران کړي .

ځيني کارپوهان په دې باور دي چي د روسيې دغه اقدام په اروپا کي د امريکا  د توغنديو د سپر د قرار داد د امضا په ځواب کي دئ چي په دې نيژدې کي په پولينډ کي تر سره شو .