کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزی تاجکستان ته لاړ.

ولسمشر کرزی تاجکستان ته لاړ.

ولسمشر حامد کرزی نن سهار د لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته لاړ ، ولسمشر کرزی به هلته د شانګهای په غونډو کې برخه واخلي ، اټکل شوی چې ولسمشر کرزی د شانګهای غړو هیوادو مشرانو ته هم وینا وکړي او له تروریزم سره د مبارزی او سوداګرۍ د ګډولو په اړه به خبری وکړي ، دا ډول به ولسمشر سبا د شانګهای له ځېنو چارواکو سره جلا په جلا هم وګوري.
ولسمشر کرزي سره د هغه د بهرنیو چارو وزیر سپنتا ، د برېښنا وزیر اسماعیل خان، د ملي امنیت سلاکار زلمی رسول ، ویندوی او په دوشنبه کې سفیر ملګرتیا کوي.
د شانګهای سازمان په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شو او شپږ دایمي غړي لري، چین ، روسیه، قزاقستان، قرغيزستان، تاجيكستان او اوزبكستان دایمي غړي دي، ایران، پاکستان، هندوستان او منګولیا ددغه سازمان ناظر غړي هیوادونه شمېرل کیږي.
افغانستان پدغه سازمان کې د مېلمه په توګه برخه اخلي، د شانګهای د غړو هیوادو ناسته به سبا په دوشنبه کې پيل شي.