هېچا د نړيخور پانګوال ښکېلاک انساندښمنه څېره دومره څرګنده اورسوا نکړای شوه لکه دتورې ماڼۍ واکمنو چې په افغانستان و عراق کې د خپلو ورځنيو کړووړو له لارې هغه ګردې نړۍ ته په خپله ور وښووه .
اوس هرڅوک په دې پوهېږي چې دنيويارک برجونه ، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه او په عراق کې د ټولوژنده وسلو ډنډوره ګرد سره هغه پلمې وې چې ډبرزړيو پانګوالو د خپلو ګټو لپاره د دغو دواړو هېوادونو د نيولو په لار کې کار ترې واخيست .
موږ د امريکا د عامو پرګنو پر شرافت او پاکوانساني احساساتو بشپړ باوري يو او په دې پوهېږو چې هغوی هم د هر انساني ناورين له لامله د نورو انسانپلوه ځواکونو غوندې ځورېږي . خو يو ټکی چې غواړو ور ته ويې ووايو دا دی چې له بده مرغه د دوی سياسي واکواګي د داسې کړۍ په لاس کې دي چې د پيسو ګټلو په هڅو کې هېڅډول انساني ارزښت نه پېژني . دا ټولو امريکايانو ته يو بد زېری دی چې همدغو واکمنو يې په ګرده نړۍ کې امريکايي ضد څپې داسې تودې کړي چې نېژدې ده دامريکا د ګوښه کولو لپاره ټول سره يوموټی شي او په لومړي ګام کې هر راز راکړه ورکړه ورسره ودروي .
تر هيروشيما ، ناګاساکي اوويتنام وروسته چې امريکايي ښکېلاکګر و پر افغانستان و عراق يرغل کړی ؛ د پرګنواکۍ ( ډيموکراسۍ )، بشري رښتو اوله ترهګرۍ سره د جګړې تر نامه لاندې يې لسګونه زره انسانان وژلي ، ټپيان کړي ، بېکوره کړي او دوېرې اوترهې تپه تياره يې پرې راوستې ده .
د ا جګړه مار ګرد نړيوال تړونونه سپکوي او پر کليو بمونه غورځوي ، ملکي موټر په ګوليو ولي ، دشپې پر کورونو داړې غورځوي ، هر څوک په خپل سر په وحشيانه زندانونو کې اچوي ، دترهګرو تر نامه لاندې يو مخيز کوشنيان ، ښځې ، زاړه او ځلميان وژني او په يوه وينا ، د تمدن تر پرده لاندې بيابربريت تمثيلوي .
يواځې روان کال يې له ترهګرۍ سره د جګړې په پلمه په هلمند،کندهار ، ارزګان ، غزني ، خوست ، پکتيا ، کونړ، نورستان، ننګرهار،لغمان ، کاپيسا،هرات اونورو ولايتونو کې څومره بمونه وغورځول ؟ څومره ګولۍ يې ووورولې ؟ څومره کلي يې دړې ، وړې کړل ؟ څومره انسانان يې په وينو لړلي خاورو ته ولېږل ؟ او په پای کې يې څومره د خپلو لوڼو زامنو ، ميندو پلرونو ، خويندو وروڼو ، خپلوانو دوستانو او هېوادوالو په وير و ژړول ؟
داهر څه په ډاګوي چې د پنتاګون جګړه مار شپه او ورځ پر وګړوژنه لګيا دی . د دوی اوهغه چا دکړنې تر منځ هېڅ توپير نشته چې د ملکي وګړيو په ګڼه ګوڼه کې بمونه چوي . دا دواړه هم ترهګري ده ، هم ټولوژنه او په ټوليز ډول يو انساني ناورين .
د هر انساني ناورين پروړاندې چوپتيا په هغه کې دلاس درلودلو يايې د منلو مانا لري . هرهغه څوک چې ځان ته رېښتينی انسان وايي ؛ دنده لري چې د هر انساني ناورين دمخنيوي لپاره هماغه ځواک ولوښی وکاروي چې په واک کې يې دی .
بوش و انډيوالو يې په افغانستان وعراق کې د لمر غوندې روښانه کړه چې نه د انساني رښتو پروالري ، نه د پرګنواکۍ او دا دواړه يواځې د هغو هېوادونو دنيولو لپاره د ډال غوندې کاروي چې د دوی ګټې په کې نغښتې دي .
دا خبره هله ښه ترا څرګندېږي چې د نجد شاهۍ(۱)پر وړاندې د امريکا چلن ته وکتل شي .
هلته د پرګنواکۍ اوبشري رښتو څرک نه لکېږي ، هر څه يې دپاچا په لاس کې دي ، د شاهي کورنۍ غړي يې وزيران دي ، پارلمان نه لري ، ګوند په کې نشته ، خپلواکه خپرونه په کې نشته او څوک له وېرې د پوزې سڼ په کې وېستلای نشي خو واکمنو يې چې امريکايي کمپنيو ته غاړه ايښې ، هرلوری باز پرلاس جګه غړۍ ګرځي او له هرې الوتکې چې راکوزېږي ، سرې غالۍ يې پښوته غوړېدلې وي .
امريکايي واکمنه کړۍ چې دا دومره د ډيموکراسۍ او هيومن رايټس چېغې وهي ؛ ولې يې يوه ورځ هم دسعود کورنۍ ته په دې اړه څه ونه ويل ؟ هېڅکله به يې ورته ونه وايي ، ځکه چې هلته د تېلو دسوداګرۍ پر اوسنيو ګټو د دوی لاسبری يواځې ديکتاتور ـــ توتاليتر نظام له لارې په ډاډمن ډول پايښت درلودلای شي .
د پرګنواکۍ اوبشررښتو پېرزوينه دوی پر هغه هېواد باندې کوي چې د ځان ځايولو اړتيا په کې ويني ، لکه په افغانستان و عراق يې چې دهمدغې پېرزوينې خوند وڅاکه .
د افغانستان په اړه د واشنګټن د روان سياست څېړنه دا ټکی څرګندوي چې امريکايي پوځ د اوږدې مودې لپاره دغه هېواد ته لېږل شوی او دشتوالي لپاره يې دجګړې اوږدوالی د منطق په توګه کارول کېږي .
همدا لامل وو چې جورج بوش په لوی لاس جګړه اوږده کړه . يوې ډلې جنايتکار و اجورتي مجاهدينو ته يې مارشالي او پارلمان ورکړاو بله جنګي جنايتکاره طالبي ډله يې له هر څه سره وشړله . لومړۍ ته يې متمدنه وويل او دويمه يې ترهګره وشمېرله . اخوا يې پاکستان د ترهګرۍ تر نامه لاندې په جګړه کې خپل انډيوال وباله او ميلياردونه ډالر يې ورکړل . هغه هم په همدغو ډالرو په افغانستان کې جګړه توده کړه . امريکا ښه پوهېده او پوهېږي چې د پاکستان استخبارات څه کوي ؟ سره له دې يې هم هېڅکله ټنډه پرې تريوه نکړه ، ځکه چې همدا يې غوښتل او هر څه يې تر اوسه له پلان سره سم پر مخ روان دي .
د ترهګرۍ د له منځه وړلو په نامه يې له نيمايي ډېر افغانستان ړنګ کړ ، خو د ترهګرو پته ونه لکېده . هره ټېليفوني کمپنۍ او ځايي پوليس پوهېږي چې کومه شمېره ټېليفون همدا اوس چېرې دی ، خو له امريکا نه په دومره پراخه ټېکنالوژۍ کې دسلګونو ټېليفونو او مخابرو ځايونه ورک دي او موندلای يې نشي (!) .
تر څو به په چلول باندې قدم راسره ږدې لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
د خبرې بېخ په دې کې دی چې د جګړې پای ته رسېدل دلويو پانګو د خاوندانو په ګټه نه دي . دوی پوهېږي چې بيا به د امريکايانو په ګډون ګرد نړيوال ورته وايي چې وځئ ! نور څه ته په افغانستان کې پراته ياست ؟
توره ماڼۍ له دې پوښتنې سره له مخامخېدلو ډډه کوي . هغه د چين ، روسيې ، ايران و پاکستان په اړه اوږده پلانونه لري او په پام کې يې ده چې دا هېوادونه داسې وځپي چې وروسته په ډاډه زړه پرګرده نړۍ خپله واکمني بشپړه کړای شي . د دې موخې لپاره يې افغانستان نيولی او په يوه لاس اور په کې بلوي او په بل لاس افغانان په کې سېزې . دا چې په دغه جګړه کې د طالب و مجاهد په نامه ورګډ اړ خونه دهغې په رمز وراز پوهېږي که نه او ټينګار پرې کوي ؛ پرته له دې چې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې دا هېواد دا مريکايانو په لاس نور هم وران کړي او د تباهۍ کندې ته يې لا پسې وروغورځوي ، بل څه ترې نه جوړېږي .
تر هغې چې جګړه روانه وي له ښکېلاکي ځواکونو سره د استدلال لار تړلې ده . دوی همدا غواړي او په هره پېښه کې سملاسي تروريزم پلمه کوي . همدا پلمه ده چې هم يې يو مزدور رژيم پر ټول ولس ورتپلی چې د خلکو وينې وزبېښي او هم په خپله په ازاد لاس د بېګناه انسانانو د وينو رودونه بهوي .
په دې توګه ، افغانان د تاريخ په يوه بدمرغه مثلث کې ښکېل شوي دي . دتورې ماڼۍ ښکېلاک + مزدوررژيم + طالب ــ جهادي اورشيندي د دغه مثلث درې اړخونه دي .
په دوی کې بيا دکرزي په ګډون ښکېلاکي چوپړيان په دې هيله چې ګوندې د خلکو سترګوته به خاورې ور وشيندلای شي ؛ کله ، کله تش په خوله د امريکايانو ټولوژنې وغندي ا و اوښکې تويې کړي .
اوس څوک دومره لوده نه دی چې په کرغېړن سياست کې د بورې او تمساح اوښکې ونه پېژني اوتېروځي . که دوی يوه وربشه غيرت درلودلای ، د پيسواو څوکۍ لپاره به يې له ځانه داسې لانځکې نه جوړولای او چا به داسې نه نڅولای .
هرومرو خونه ده چې سړی دي ولسمشر ، وکيل ، وزير ، والي ، رييس يا کوماندان وي .
هرومرو خونه ده چې سړی دې ډېرې پيسې راټولې کړي .
هرومرو خو نه ده چې سړی دې په زغروال بنز و لندکروزر کې سپور شي .
هرومرو خو نه ده چې سړی دې تشناب ته هم له بهرنيوکرايي باډيګارډانو سره ولاړ شي .
هرومرو خونه ده چې سړی دې شامدام د بابېزه تاويلي ماويلي لپاره په تلوېزيون کې ښکاره شي .
ګوته پر غاښ يو چې له دا هر څه نه څنګه خوند اخلي ؟
څنګه نه شرمېږي ؟
څنګه په دا چټله ګټلې ډوډۍ کانګې نه ورځي ؟
څنګه د خپلو مېرمنو ، لوڼو او زامنو مخونو ته کتلای شي چې په داسې مرداره ډوډۍ يې ساتي او ستروي يې ؟
دابه څومره دعقيدې ، باور ، وجدان وشخصيت کمی وي چې شااوخوا وينې بهېږي ، اور ولوګي خېژي ، وير وزګېروی دی او څوک دې بيا هم څوکۍ ټينګه کړي او هر جابر ومستبد ته دې په جينګو داړو لاس پر نامه ودرېږي .
که دوی وايي چې موږ څه وکړو ؟ زموږ خو څوک نه اوري او دپياز پوټکي ارزښت هم نه راکوي ، نو يوه وروستۍ تاريخي مېړانه خو کړای شي چې په ډاګه ټولو ته ووايي چې له موږ سره د دغو ټولوژنو او ملي بدمرغۍ د مخنيوي واک نشته اوتر دې وروسته د بې ننګۍ او بې پتۍ پر دغو څوکيو نه کېنو .
پروت په وينو کې لت پت ښه يم په پت کې نه دسرو زرو پر تخت باندې بې پته
داسې بې پته څوکۍ دې اور واخلي !
پرېږده چې دا دلانځکو نڅا پای ته رسېدلې وای اولکه انګرېزانو چې په بريتانيايي هند کې خپل وايسرا کېنولی وو ، امريکايان دې هم اړ شي چې په افغانستان کې نېغ خپل رېښتينی وايسرا ، وزيران ، وکيلان ، ګورنران او ججان کېنوي چې هم د اوسنۍ ادارې له اوږو دګرمې پېټی کوز شي او هم نړۍ لا سمه وپوهېږي چې په افغانستان کې رېښتيا څه تېرېږي ؟!
موږ پو هېږو چې دا يو ايډيال دی . ځکه ، د رژيم په واکمنه کړۍ کې له سايکالوژيک پلوه داسې څېره نشته چې د دوو پيسو لپاره سل سرکونډې ونه وهي .
دوی په خپل ځان کې د « اېګو » زړی وژلی . پر بې اېګو انسان هر رنګه لوبې کېدلای شي . که څوک د دوی ولس وژني ، که څوک ددوی هېواد ړنګوي او که څوک د دوی په ارزښتونو اونواميسو تېری کوي ، دوی به تر هغې ځان ونه خوځوي چې دچړې څوکه د دوی پوستکي ته ور رسېدلې نه وي او چې هغه هم ورورسېده يا به دتېښتې لار نيسي او يا به رمباړې وهي .
سملاسي واشنګټن همداسې يوې ګوډاګۍ ادارې ته اړتيا لري لکه دا جوړه کړې يې چې ده . تر هغې يې چې په افغانستان کې هيلې سرته رسېدلې نه وي ، دا هېواد به هېڅکله دې ته پرې نه ږدي چې ديوه خپلواک ــ ملي شمېرندوی دولت خاوند شي .
سره له دې هم ، موږ اړ يو چې د خپلو هېوادوالو دمرګ ، ژوبلې د مخنيوي په لار کې له هېڅډول هلوځلو لاس وانه خلو .
موږ به هر ځای او مهال د انسانپلوه ځواکونو غوږ ته دا ټکی ور رسوو چې د بېوزله افغانانو پر وړاندې پلانيزه ټولوژنه ، جنګي جنايت او درې اړخيز تروريزم روان دی .
موږ به هرځای او مهال د جنګي جنايتکارانو نومونه يادوو او محاکمې ته به يې د درولو غوښتنه کوو .
موږ به هر ځای او مهال دښکېلاک و زبېښاک پر وړاندې خپل غږ پورته کوو او نړيوال به خپل ملاتړ ته رابولو .
پوره ډاډمن يو چې دا راز غوښتنې به هرومرو خپل سراسري اغېز څر ګند او د بېګناه افغانانو دنړيوالې ننګې او ملاتړکرښې به لا پياوړې کړي .
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
(۱) د سعود زوی عبدالعزيز پر ۱۹۲۳کال په خپل کورني نامه پورې وتاړه او« سعودي عرب » يې نوی نوم شو .