لیکوال: ډاکټر عطاالله زیارمل
په افغانستان کې د شته لاسته راوړنو د ساتنې لپاره ټولو افغانانو ته پکار دي چې له جمهوري نظام څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړي. دا ځکه چې په جمهوری نظام کې واک د اساسي قانون پر اساس له ټاکلې مودې وروسته په سوله ایز ډول له یو کس څخه بل ته انتقالېږي او په نتیجه کې ټول مدني او اقتصادي پرمختګونه همداسې دوام پیدا کوي. جمهوریت سیاسي او اقتصادي ثبات تضمینوي او د همدې له برکته ډېر نوي استعدادونه میدان ته راوځي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه اخلي.
که موږ خپل تېر تاریخ ته وګورو نو ښکاره ده چې مختلف سیستمونه او لارې زموږ په وطن کې تجربه شوي دي او هر ځل د یوې دورې په ختمېدو سره د هغې دورې ټولې لاسته راوړنې له نشت سره برابرې شوې دي او یا هم نوي سیستم تېرې لاسته راوړنې نه دي ساتلي او نه پاللي. په تېرو کابو شلو کالو کې افغانستان په هرې برخې کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي نو باید دا ځل دومره اسانه پرې نښودل شي چې دغه شته لاسته راوړنې د داسې کسانو په لاس له مینځه لاړې شي، چې د افغانستان لپاره هیڅ کوم ښکاره پلان او طرحه له ځان سره نه لري او نه یې هم له خلکو سره شریکه کړې ده.
همدې واقعیتونو ته که وکتل شي نو په اوسنیو نازکو شرایطو کې د افغانستان د حکومت ملاتړ پر هر افغان لازم دی، هغه افغان چې د ملا او طالب په کتار کې ځان نشي شمېرلی، دا ځکه چې پخوا هم د طالبانو واک یوازې او یوازې د ملا او طالب پر محور څرخېده او تر اوسه هم څرخېږي. له امریکا سره د مذاکراتو په جریان کې موږ ټولو ولیدل چې دوی یوازې څو کسه ملایان د ټول افغانستان څخه او هغه هم د هر قشر څخه دوی ځانونه د ټولو افغانانو استازي بلل او له بل هیچا سره یې د مذاکراتو په اړه خبره نه شریکوله او نه یې هم مشوره اخیسته. د دوی په حکومت کې دې بیا نور ملت یوازې سیل بین و اوسي او له هر څه دې خپل لاسونه ومینځي. که لږ نور هم ژور دې ته وګورو نو د طالبانو واک ته رسېدل بیا په اصل کې د چا واک ته رسېدل دي او د چا فرمایشونه به هغه وخت عملي کېږي؟ دا بیا بېل بحث دی چې جلا باید وڅېړل شي.
نړیوال دې هم خپل غوږونه ښه خلاص کړي چې په افغانستان کې له جمهوریت پرته د طالبانو په لاس جوړ نظام سره به دوی هم هیڅکله په خبره پوه نشي دا ځکه چې هغوی لا تر اوسه په خپل پخواني دریځ کلک ولاړ دي او نه ترې په شا کېږي. د خپل واک پر وخت یې هم له زړه نه غوښتل چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې سمې کړي او داسې ښکاري چې اوس هم د ښو اړیکو نیت نه لري. په نتیجه کې ویلی شو چې د طالبانو قدرت ته رسېدل به یوازې د پاکستان (پنجاب) په ګټه وي او د بل هیچا په ګټه به نه وي، دا ځکه چې عمران خان او خارجه وزیر یې وايي چې یوازې دوی دي چې پر طالبانو باندې خپل اثر او رسوخ لري او د همدې اثر او رسوخ له امله یې دوی د مذاکراتو مېز ته راوستلي دي او په سپین سترګۍ سره له نړیوالو کریډټ هم غواړي. دا چې تر نن پورې یې پټنځایونه ، د درملنې او استوګنې ځایونه چېرې وو او لا تر اوسه چېرې دي، دا بیا څوک نه پوښتي او ټولې نړۍ هم ور باندې سترګې پټې کړې او غوږونه کاڼه کړي دي او په اصطلاح له تجاهل العارف څخه کار اخلي. دا ډول سترګې پټول په ښکاره د افغانستان راتلونکې له ستر خطر سره مخامخ کوي، چې د دې خطر کړاو به بیا خوار افغانان ګالي او نړیوال به یې په رډو سترګو ننداره کوي. نو نړیوالو ته پکار دي چې خپل مسؤلیت په دې برخه کې ادا او له افغان حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ور کړي.
په پای کې ویلی شو چې د افغانانو په څنګ کې د نړیوالو مسؤلیت هم دی چې د تېرو شلو کالو لاسته راوړنې په سنید لاهو نه کړي او له تېر تاریخ څخه په درس اخیستلو سره د شته منتخب افغان حکومت څخه په ټینګه ملاتړ وکړي تر څو له داسې یو حالت سره مخامخ نه شي چې بیا به د حالاتو کنټرول د ټولو له وس څخه وتلی کار وي.