د پښتو ژبي ځواند او وتلي سندرغاړي کرن خان او شوکت عزیز ته د پښتون ژغورني غورځنګ د بهرنیو چارو مسول نظیف خان اشنغر د مارچ پر اوله په چارصده کي د پي ټي ايم په لویه تاريخي جلسه کي د ګډون بلنه ورکړه.
د چارصدې جلسه ډیره مهیمه ګڼله کيږي ځکه چي دا ددې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتين تر نیول کېدو او پوره یوه میاشت بندي کېدو وروسته لومړنۍ لويه جلسه ده چي اټکل کيږي د مقبوضه پښتونخوا له ټولو سيمو او اغزن تار ورهاخوا افغان وطن څخه به هم په ګڼ شمېر پښتانه ګډون پکښي وکړي.
دا لومړی ځل دی چي پي ټي ايم د ملي، حماسي او انقلابي ترانو او سندرو سندرغاړي ته په رسمي توګه د ګډون بلنه ورکوي او هغه هم داسي هنرمندانو ته چي ملي ترانې یې قام ته د ملي افغاني شعور درس ورکوي او دواړه د لوړ قامي احساس لرونکي لیکوالۍ، شاعرۍ او پښتو ادبیاتو لاس بري د باچاخانۍ او پي ټي ایم د هنر مندانو په نوم مشهور سندرغاړي دي.
پښتون ته ژوندون غواړو
https://youtu.be/UmMmh-Pb0Zw