ګرجستان دروسي ایږ(خرس )سره په لوبه کې پرامریکا باندی یې تکیه کړی وو
دانټرنيټ دفارسی منابعو څخه
ژباړونکی :عزیزاحمد خوارمل
دسویلی اوستیای پرکړکیچ باندی یوه لنډه کتنه :
سویلی اوستیای دګرجستان دهیواد یوه سیمیه ده چې دګرجستان دخپلواکه کیدوسره سم دغه سیمه هم ځان یې دګرجستان څخه جلاخپلواک هیواد اعلان کړ،اوګرجستان چې لویدیزیې کلک ملاتړ کوی،دسویلی اوستیاخپلواکې په رسمیت نه پیژنی .
سویلی اوستیا دری زره نهه سوه (۳۹۰۰ ) کیلومتره مربع مساحت لری اودتسخین والی ښار دسویلی اوستیا مرکزدی . کله چې څه موده مخکی ګرجستان پردی دلاسه وتلی سیمی باندی یې یرغل پیل کړ نوروسیی ځواکونه په یوه درانده جګړه کښې دګرجستان دنظامی ځواکونوسره دسویلی اوستیا په سیمه کښې سره مخامخ سول چې دیوی هراړخیزی پراخه جګړی ښکارندوی وو،او دګرجستان دځواکونودیرغل وروسته پرسویلی اوستیای باندی چې دروسیی پلوی دی ، روسیی ځواکونه هم سمدلاسه داوستیای نه ملاتړ وکړ اوخپل زرهوی ځواکونه یې سیمی ته دپولی هاخواد((ګرجستان )) خاوری ته یې ورولیږل اویرغلګر ځواکونه یې دګرجستان تر پلازمینی تفلیس پوری تر شا کړ. درسنیواودخبری آژانسونوپه حواله دګرجستان په دی یرغل کې دسویلی اوستیای دوه زره (۲۰۰۰) اوسیدونکی ووژل سول اوپه لس هاوزره تنه نورخپل داوسیدودسیمی نه تری تم اوبی ځایه سول .
دسویلی اوستیا اصلی میشته اوسیدونکی اریائیان (اریایی نژاده ) دي :
دغه سیمه پردوبرخوشمالی اوسویلی باندی ویشل سوی دی چې سویلی اوستیا سیمه چې پخوا په تاریخ کې دغی سیمی ته « اوستی » ویل کیدل دګرجستان په خاوره کې موقعیت لری اودپخواڅخه په ګرجستان پوری تړلی سیمه وو ،اوشمالی اوستیا د«استالينيري» په نوم هم یادیدل چې تردغه دمخه د«الانیا » په نوم هم یادسویدی اودروسیی په خاوره کې موقعیت لری او په روسیی پوری تړلی دی اوځانله د خپلواک اودخودمختار جمهوریت په ډول اداره کیږی ،دغه سیمه دری زره (۳۰۰۰) کاله دمیلاده نه دمخه داریایی اوګرجی خلکو داوسیدوځای وو چې دپالئولوتیک په دوری پوری اړه لری ددی خلکو ژبه دهغوژبوله جملی څخه دی چې دفارسی ژبی خلکو سره دګاونډیتوب له کبله ډېرفارسی لغاتونه ددی سیمی دخلکو په ژبه کښې لیدل کیږی .
داوستیا خلک ځانونه اریایی بولی اودڅیړونکودڅیړنی پربنسټ داوستیا خلک داریایی اقواموڅخه پاته سوی لګه کې دی چې د« سکا » له جملی ګنل کیږی او(سکاها) هغه قوم دی چې دختیځ په تاریخ کې دتورانیانوپه نوم یادسوی دی،داوستیا دوګړو لویه برخه یې مسیحیان اونورټول پاته برخه وکړی یې مسلمانان جوړه وي .
شمالی اوستیا په (۱۷۴۷) اوه لس سوه اوه څلویښتم میلادی کال کې دروسانوتر واک لاندی راغی او په (۱۸۰۱) میلادی کال کې سویلی اوستیا دروسانوپه مرسته دګرجستان ترواک لاندی راغی اودنهولسمی پیړی په نمایی کې اوبیاپه (۱۸۰۴- ۱۸۱۰ – ۱۸۳۰- ۱۸۴۰ – او- ۱۸۵۰) کلونوکښې ددغی سیمی اوسیدونکی دروسیی پرضدقیامونه او ښورښونه یې رامنځته او ترسره یې کړ. او داکتوبردانقلاب د(۱۹۱۷ ) م کال را وروسته کې روسانوداوستیا نوم یې په «استالينيري» اورواړه ول اود تبعيضآميزه سیاستونو له امله دروسانو واکداری یې نه منل او له دوي نه یې اطاعت نه کول اوددی کبله دروسانوپرضدودریدل اوبلاخره ښورښیان دروسانو لخوا وځپل سول ،.اوروسته بیااوستیا یا “استالينيري” په دووبرخوباندی شمالی برخه یې په روسیی پوری وتړل سول اوسویلی برخه یې و ګرجستان ته ورکول سول اودهغه نیټی نه تر ننه پوری داوستیا خلک دروسانواوګرجیانوپرضدمبارزه یې کړی ده اوهیڅګله هم دخپلواکه کیدلو اودخپلواکی لپاره یې ددوي په وړاندی دمبارزی څخه لاس په سر شوی نه دی اولاس یې تری نه دی اخیستی ،همدارنګه داوستیا دآزادی غوښتونکواودګرجستان دهیواد ترمنځ ډېرمهمه جګړه په (۱۹۸۹) میلادی کال رامنځته سو چې د دواړوخواوو څخه کابو (۵۰۰) پنځه سوه تنه په دی جګړه کې ووژل سول وروسته له دغی جګړی نه بله دوهمه داخلی جګړه دسویلی اوستیا دخپلواکی غوښتونکوخلکواودګرجستان دهیواد دواکدارانوسره رامنځته سو چې دغه جګړه د (۱۹۹۱ م کال څخه بیا تر ۱۹۹۲ م) کال پوری دوام درلود.
یوشمیر څیړونکی په دی باور دی که ګرجستان خپله دجګړ ی پیلیدونکی وی ،اویا که دجګړی پرلور کش سوی وی ،په هرحال« لویدیز »دهغه ملاتړکوونکی اوترشا ولاړ دی اوتفلیس په « لوبه کې دروسیی ایږ سره » دامریکا پرمتحده ایالاتونوباندی یې تکیه کړی وو . په داهسی حال کې چې دجمعی په ورځ د -۲۰۰۸-۸-۸کال داګوست دمیاشتی پراتمه نيټه ټول نړیوال دپیکین پرلور یې کتل تر څو دالمپیک دغه دورانی مسابقی پیل سی ،دجګړی ږغ دیوی داهسی سیمی څخه غوږته راورسیدی چې لږوکسانو ددی سیمی نوم اورویدلی وو.
« سویلی اوستيا » دګرجستان دهیواد دشمال وخواته دیوی سیمی نوم دی چې اوه سوه زره (۷۰۰۰۰) تنه نفوس لری اودګرجستان څخه دبیلوالی اودخپلواک دولت غوښتونکي دي اودګرجستان هیواد ددی جلا غوښتنی له امله په ټينګه ددی سیمی داوسیدونکوسره مخالف دی .
«سویلی اوستیا اوآبخازیا » هغه دوي سیمی دي چې دپخوانی شوروي اتحاد دړنګیدوسره سم دګرجستان دهیواد څخه یې دبیلدو اوخپلواکی اعلان یې وکړاودتردا اوس دهمدی کړنی پربنسټ دګرجستان دهیواد سره په جګړه اخته وو.اوکله چې لویدیز هیوادونه دکوزوو خپلواکی یې په رسمیت وپیژندل اوسویلی اوستیااوآبخازیا هم سمدلاسه دلویدیزوهیوادونوڅخه یې وغوښتل چې ددوي خپلواکی دی هم په رسمیت وپیژنی .
کله چې دا دوي سیمی په خپلوغوښتنوبریالی نه سول نوبیا دروسیی هیواد اعلان وکړ چې ددی دووسیمو سره وخپل سوادګری اوتجارتی چاروته ډېره پراختیا ورکړی .
په داهسی حال کې چې دسیمی څخه وروستنی ګزارشونه دمخا مخ نظامی جګړی دپراختیا څخه خبرورکړ ،اوډېر ښه دپوهید وړ دی چې دواړه لوری (ګرجستان اوروسیی ) دجګړی دپاره چمتوکیدل .
نوروسیی دایې لا پخوا غوښتل اوغواړی چې خپل واک پر دغه سیمی چې یووخت یې دخاوری یوه برخه ګڼل کیدل ترخپل لاس اوواک لاندی یې راولی اودبلی خوانه ګرجستان زیار باسی ترڅودشمالی اتلانتیک (ناټو) دنظامی تړون غړیتوب ترلاسه کړی اوډېر ددی غوښتونکی دی چې دروسیی ایږ(خرس) په وړاندی خپل واک وننداری ته پریږدی .
پسله څومیاشتوخبراترو،بحثونو،
دروسیی اوسنی بدلونونه اودروسیی تر پخوانی جمهور رئیس «بوريس يلتسين » نه راوروسته دروسیی دولت اودواکدارانوننی نړیوال هڅی ددی ښکارندوی دی چې په یوه وخت کې د «ولاديمير پوتين»په راتګ سره چې دروسیی جمهور رئیس اونوردولتی چارواکی دي دسیاسي درانده خوب نه راویښ سي اودخپل دلاسه وتلی پخوانی واک اونفوذدلاسته راوړلودپاره یوځل بیانړی ته ځانونه وروښیی . ځکه په روسیی ژبه کښې یومتل (ضرب المثل ) شته دی چې وایې«ایږ دخوبه راویښ سو» اودامتل په روسانوکښې دیو لوی کار دپیل په معنا دی .
«ایږ » په روسی فرهنګ کې یوخاص ځای لری اوپه رښتیا سره ددی هیوادپه یوی ښکلی وینا باندی اوښتی دی . اودروسیی داوسنی جمهور رئیس «میدویدویف» نوم هم دایږ په معنا سره دی . ددی موخی په لړ کې اودروسیی راویښ ایدل ددرانده سیاسی خوبه څخه چې دپخوانی شوروی اتحاد په وخت کې پکې لاندی تللی وو،دااوس مهال مسکودانرژی اودنوی اقتصادی منابعو ولاسته راوړلوته اړتیا لری . چې دروسیانودلړلید پربنسټ ددغو منابعوڅخه یوهم دخزردسینداودقفقازدتیلواودګازود
سویلی اوستیا سیمه دشوروی اتحاد دړنګیدو وروسته خپله خپلواکی اوبیلوالی یې دګرجستان څخه اعلان کړمګر دغه اعلان دتفلیس خوښ رانه غی اوهیڅکله یې دا اعلان ونه منل. دسویلی اوستیا دسیمی اوسیدونکی ډېر ددی غوښتونکی دی چې دشمالی اوستیا دخلکواواوسیدونکوسره یوخای سی کوم چې دروسیی په خاوری پوری تړلی اودروسیی خاوره بلل کیږی او له دی کبله تل داخ ډوب اوکرګیچ څخه ډک دی .
د پنجشنبی په شپه داګوست ۷/۸باندی دجګړی داورلمړی لمبی دګرجستان دځواکونو اوسویلی اوستیا دجلا غوښتونکوځواکونوترمنځ پیل سو اودسویلی اوستیا دسیمی رئیس «ادوارد كوكويته » لمړی ځل اعلان وکړ اويې ویل چې دګرجستان دځواکونودیرغل په نتیجه کښې (۱۴۰۰) یوزروڅلورسوه تنه ددی سیمی اوسیدونکی وژل سویدی .
دګرجستان دیرغل دپیل کیدوپه وخت کې ډېری څیړونکی په دی باور وو اوددی دلیل پربنسټ چې په همدی مهال دالمپيک لوبی پیلیدل اوتفلیس داهسی سوچ یې کول چې ولادیمیرپوتین دروسیی دلمړی کس په نشته والی کې چې دی دالمپیک دلوبوپه ننداره په پيکین کې دنړی دنورومشران سره یوځای بوخت دی ښه وخت اوفرصت دی ،ځکه دګرجستان ددولت ملاتړکوونکی جورج بوش هم هلته دی اودګرجستان دیرغل دپیل کیدو دپاره ښه مناسب وخت به وی،اوهمدارنګه داپه داهسی مهال کې ترسره کیږی چې «ديميتري ميدويديف » دروسیی نوی جمهورئیس نوې دکرملین وماڼی ته یې لار پيداکړی .یوی شمیر نورنړیوال څارونکی هم په دی باور دی وایی : دا هم دامکان نه لیری وی چې ممکن خپلواکی غوښتونکی ،دګرجستان واکداران به ودی ته هڅه ولی وی چې دغه اوسنی وخت به دګټی اخیستنی ته به ښه وخت اوفرصت وی تر څودنړیوالودلړلیدونو په راجلبولوسره دسیمی دکړکیچ پرخوا به مناسب کار وی ،ځکه په اوسنی شیبوکښې نړیوال لاتردی دم اوګړی پوری دکوزودخپلواکی کړکیچ یې لا ندی هیر کړی .
اوهمدارنګه یوشمیر څیړونکی په دی باور اوعقیدی دی چې ګرجستان دجګړی پر لور راکش سوی به وی،که څه هم خپله دجګړی پیلیدونکی وی ،په هر حال په دی جګړه کې لویدیزدګرجستان ملاتړکوونکی دی اوتفلیس د«روسیی ایږسره په لوبه کې» پرامریکا باندی یې تکیه کړی وو ،دا په داهسی حال کې دی چې ګرجستان ترمخه تر دی په ډېر شوق اوخوشحالی سره دامریکا دتروریستی طرحی نه یې ملاتړ وکړ اودی هم ودی طرحی ته ورګډ سو اوخصوصآ دتروریزم پرضد جګړه کې اودعراق په نیونه کې یې دامریکا سره مرسته وکړهمدارنګه ګرجستان وروسته تر امریکا اوانګلیستان نه ډېر ځواکونه په عراق کې لری چې شمیر یې دوه زرو (۲۰۰۰)تنورسیږی .
سربیره پردی هم کله چې ګرجستان بریالی نه سو دشمالي آتلانتيك د(ناټو) تړون غړی توب ترلاسه کړی اوپه دی ډول کیدی سی چې ګرجستان ولویدیز ته یو ډول ډاډ دروسیی په وړاندی دی وی چې ددی نظامی تړون غړی دی سی .همدارنګه دګرجستان دغه پریکړه چې سم دلاسه خپل دوه زره سربازانو دعراق څخه راوباسی چې دتوجووړدی ځکه دغه کړنه دامریکا پر دوست اوملګری هیوادباندی دهغه فشاردمخنیوی له امله په عراق کې رامنځته سو ترڅودامریکا هیواد دګرجستان دغړیتوبه څخه دناټوپه نظامی سازمان کې په ټینګه سره ملاتړ وکړی .
دبله خوا نه روسیه په دی انتظار کې دی چې یو کوچنی ترینه تیروتنه دګرجستان لخوارامنځته سی چې دیوښه فرصت په توګه دغچی اخیستلو دپاره یې وکاره وی ځکه چې ګرجستان یوه ورځ دهغه هیواد دخاوری جزء اوسیمه یې وو،غچی اخیستل دګرجستان څخه خصوصآ پسله هغه چې تفلیس زیار یې ویست چې دناټودنظامی سازمان غړی دی سی اوناټودی دروسیی وپلو(سرحد) ته نږدی کړی دروسیی دهیواد دسترومخو څخه کڼل کیدی سی ، په همدی ډول دګرجستان کړکیچ دپیکین دالمپیک لوبه هم تر خپل تاثیر لاندی راوست اوپوتین دجورج بوش سره په یوی کتنی کې اعلان وکړ چې دګرجستان « تیری کوونکی یرغل » به «بی ځوابه » پاته نه سی اوټينګار یې وکړ :چې دخپل خوښی روسان تیار دی تر څوسویلی اوستیا ته ولاړ سی اودګرجستان پرضد په جګړه کې برخه واخلی .
دڅوورځوجنګ جګړو وروسته دملګروملیتونودسازمان دامنیتی شورا هڅی داور بند دټينګه ولوپه هکله په سیمه(سویلی اوستیا) کې دماتی سره مخامخ سویدی اودغه شورایوازی په سیمه کښې پرامنیتی اوضاع باندی دګرجستان دشمال نه یې یو څه تشویش وښودل اودغه یې پوره وبلل .اودبلی خوا نه دنړیوال سره صلیب کمیټی ددی غوښتونکی سول چې دغیر نظامی خلکو اوعادی اوسیدونکی ته دجګړه ایز سیموڅخه دلاری خلاصول او دوتلواوسویلی اوستیا ته دورتګ اجازه دی ورکړل سی .
په سویلی اوستیا کې وروسته ددی چې اخ اوډب اوجګړه مخ پر زیاتیدوسو اودجګړی لمنه دسویلی اوستیا مرکز «تسخین والی» ته ورسیدی سمدلاسه روسی ځواکونه دټانکونواوهوای جهازونوسره په نظامی عملیاتو یې لاس پوری کړتر څود دسویلی اوستیا پرخلکواواوسیدونکوباندی دیرغل اودتیری مخه ونیسی ،ځکه چې ددی اوسیدونکو څخه ډېره برخه یې په سیمه کښې میشته اوسیدونکی روسان دی د«ګرجستان » یرغل یې ښنډاوشاته کړی اوویې دره ول .
دروسیی ددی مداخلی پربنسټ «ساآكاشويلي» دګرجستان جمهور رئیس په ډېر چټکی سره دخپلولویدیزو پلویانونه دملاتړ غوښتونکی سواودلویدیز څخه وغوښتل تر څودروسیی یرغل ودروی اودغه دروسیی یرغل وغندی اوټينګار وکړ چې دروسیی ددی یرغل په وړاندی دی وروسیی ته جزاورکړسی اوبالمقابل روسیی هم د سیمی دامنیت اودسیمی دروسیی اوسیدونکودځان ،مال ،سر اوتن دخوندی کولو اود سوله ایزه ژونددتامینولو دپاره، اودقفقاز په سیمی کښې دامنیت اوثبات په ټينګولوباندی ټينګار وکړ اودهمدی موضوعاتوغوښتونکی اوپلوی سو. اوهمدارنګه “سرگي لاوروف” دروسیی دباندنیوچارووزیروویل : څه چې دسویلی اوستیا پر اوسیدونکی باندی تیر سول اوهغه څه چې په سویلی اوستیا کې رامنځته سویدی هغه یې دنسلونواواولسونو ټولیز وژل وبلل اواعلان یې وکړ چې تفلیس ددی سیمی داوسیدودطبعیی بدلون غوښتونکی دی .
لاروف په همدی ډول وګرجستان ته د ټينګی ګوتنیونی سربیره په زغرده سره وویل چې دسویلی اوستیا څخه دکډوالو کډه کیدل وشمایلی اوستیا ته دیو لوی کړګیچ رامنځته کیدل دی چې دغه ناوړه کړنه انسانی ناورین یې رامنځته کړی دی .
داوستیا سیمه د (۱۹۹۰) میلادی کال په پای کې په یوی ټول پوښتنی سره خپله خپلواکی یې دګرجستان څخه اعلان کړاوپه همدی ډول دشمالی اوستیا سره چې دروسیی دهیواد سیمه ده دیوځای کیدوغوښتونکی سوترڅودیوخپلواک جمهوری هیواد په توګه دنړی دهیوادونولخوا وپيژندل سی اوله همدی کبله د۱۹۹۲ میلادی کال دجنوری پر۱۹ نهولسمه نيټه باندی سویلی اوستیا ځواکونه په یوی جګړی کې ګرجستانی ځواکونو ته ماته ورکړاودهمدی کال په همدی میاشت کې داوربند دیوی موافقی نامی په ترڅ کې کډ ځواکونه دسویلی اوستیا ،ګرجستان اودروسیی دځواکونوڅخه جوړسو اودروسیی کډځواکونه دسویلی اوستیا او دګرجستان ترمنځ دسیمی دامنیت اودجګړی دمخنوی دپاره ځای پرځای سول تر څوددی دووسیمودآخ اوډب دخپلی منځی جګړومخه ونیسی ./
ددی لیکنی یوشمیرراټول سوی موضوعات دلاندینی منابعوڅخه اخیستل سویدی
- دویکی پیدیا څخه دروسیی تاریخ اوجغرافیه
- دجام جم دخبر ی رسنی نه