کور / راپور / په شمالي وزیرستان کي زدکونکو د ورانو ښوونځيو د بيا رغولو غوښتنه کړې

په شمالي وزیرستان کي زدکونکو د ورانو ښوونځيو د بيا رغولو غوښتنه کړې

تېره ورځ د شمالي وزيرستان په ميرعلي بازار کي د سيمي ګڼ شمېر زدکونکو د خپلو ښوونځيو د ورانېدو پرضد لاريون وکړ او د بېرته رغولو غوښتنه يې کول.

د شمالي وزيرستان په ګڼو سيمو کي پاکستاني پوځ په کال ۲۰۱۴ کي عمليات وکړل او د پښتنو د کورونو تر څنګ يې په سلګونو ښوونځي هم وران کړل.

د تېري ورځي د لاريون ګډونوالو غوښتنه کول چي ددوی ښوونځي دي بېرته ورغول سي تر څو ددوی په زدکړو کي خنډونه له منځه ولاړ سي.

 د مظاهرې يو ګډون وال زده کوونکی تواب ګل وايي، دوی درې کاله په کډوالۍ کي تېر کړه او درې کاله کيږي چي بيرته ستانه سوي دي خو د سکول ودانۍ نه لري.

“په علاقه کي اوس هم په سلګونو داسې وران سکولونه پراته دي چي په ضرب عضب عملياتو کي وران سوي دي او تراوسه نه دي جوړ کړی سوي چي له امله يې د سيمې زده کوونکي د زده کړو نه پاتې کيږي”.

هغه دا هم وويل د دوی په علاقه کي زیات د جينکو سکولونه وران سوي دي.