کور / اسلامي / دقضایی لمانځه په اړوند معلومات

دقضایی لمانځه په اړوند معلومات


د غورځنګ ويبپاڼي نه په مننه


لمړئ اداء: اداء هغه لمانځه ته ویل کیږی چی پر خپل مقرر وخت باندې څوک لمونځ وکړی هغه ته اداء ویل کیږی او څوک چی یو لمونځ پر خپل وخت ونه کړی او بل وخت یی را وګر ځوی دېته نو قضا ویل کیږی دبېلګې په توګه له یو چا ځخه دسهار لمونځ قضا شو ماسپښین وریادشو نو ماسپښین چی دغه سړئ دسهار لمونځ را ګرځوی دېته نو قضا ویل کیږی
دکومو لمونځونو قضا پر سړی باندې واجبیږی په دې اړوند ویل کیږی چی دفرض لمونځ قضا فرض دواجب لمانځه قضا وا جب اودبعضې سنتو قضا سنت ده که چا په قصد لمونځ قضا کړو چی مه یی ښوروه بیا به یی قضا راوړې په همدې اړوند علماء لیکی چی دا ډیره سخته ګناه ده خو کچیری دچا دلمانځه وخت هیر وو هغه وخت ورباندې راغلئ او بیا تیر شو ده ته وروسته وریادشو چی هو  ماخو لمونځ نه دئ کړئ په همدې صورت کی پر دې سړی باندې هیڅ ګناه نشته الله پاک یی نه په نیسی.
که له سړی لمونځ قضا شو بیا به یی څه وخت قضا راوړی
نو کله چی له سړی ځخه لمونځ قضا شی بیا به ډیل نه کوی ژر تر ژره به یی قضا راوړی مثلا له یوه سړی ځخه دماسپښین لمونځ قضا شو بیا به دغه سړئ دمازدیګر تر لمانځه مخکې دغه دماسپښین لمونځ را ګرځوی او دقضا لمانځه په راوړلو کی ډیل کول ځنډ کول ګناه ده البته کچیری له سړی ځخه ډیر لمونځونه قضاشوي وو یعنی تر پنځو لمونځونو زیات لمونځونه له چا ځخه قضا شو دېته نو بیا تر تیب ساقط وایی اوس نو ددغه سړی خو ښه ده هر وخت تر هر وختی لمانځه مخکی یی را ګرځوي دغه قضایی لمونځونه او که یی وروسته را ګرځوی فرق نه کا، خوکله چی له یو سړی لمونځ قضا شی هغه دی دغه قضا یی لمونځ په کور کی راګرځوی البته په مسجدکی یی دراګرځولو څه مما نعت نشته خو خلګ به نه خبروی چی ما لمونځونه یا لمونځ قضا کړئ دئ دغه کار یعنی خلګ خبرول دا مکروه دي او هغه سنتونه چی قضا راوړل یی سنت دي هغه دا دي مثلا له یو چا دسهار لمونځ قضا شو نو دئ به کوشش دا کوی چی دغه دسهار لمونځ تر زوال مخکی را وګرځوی که یی تر زوال مخکې را ګرځولونو دلته به تر قضایی فرضو مخکی دسهار دوه سنت قضایی را ګرځوي دلته نو ددې قضایی سنتو قضا راوړل سنت دي  او یا دبېلګې په توګه له سړی ځخه دماسپښین څلوررکعته سنت قضا شو جماعت دریدلئ وو مثلا سړئ راغلو په امام پسې له شا ودریدو نو څلور رکعته سنت دماسپښین ده نه دي کړي کله چی یی دغه دجماعت لمونځ وکړو وروسته به بیا دغه سنت را ګرځوی اوس نو ددې سنتو را ګرځول سنت دی.
اوس خو لدې لمونځ کونکئ ځخه شپږ رکعته سنت تیر شوی دی څلورمخکی دوه له جماعت ځخه وروسته ځکه ده خو به لومړئ څلوررکعته سنت لمونځ کاوو بیا به پر فرضی لمانځه دریدلو خو کله چی دئ لمانځه ته راغلو جماعت ولاړوو په همدې خاطر چی دجماعت نیول ډیر غوره دي له ده  ځخه دغه څلور رکعته سنت قضا شو او همدارنګه دده دوه نور سنته پا ته دي او س به دئ لومړئ کوم سنت مخکې کوی څلور که هغه دوه په دې اړوند شیخ کفایت الله دهلوی  رح  فرمایی چی فرق نه کا که لومړئ څلور رکعته کوی او که دوه خو لومړئ دوه رکعته کول بهتره دي


وَاللَهُ اَعلَم بِا لصّوَاب



په پښتنه مینه


محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ


m.ali.omure@gmail.com