په دايکنډي ولایت کی د واوري ښويدني له امله ۷ تنو خپل ژوند بايللی دی او په لسګونو څاروي وژل سوي دي.
د دايکنډي ولایت د والي ويانده سکينه احساني وايي، چي تېره شپه د مرکز په نيلي سيمه کي او همداراز په اشترلي او ميرامور سيمه کي د واوري ښويدني پېښي رامنځ ته سوې دي.
د آغلي احساني په وينا چي ژغورنکی ټيم د خلګو سره د مرستي لپاره سيمي ته تللی دی.