د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين او نورو فعالانو عالمزېب مسيد او شاهد شيراني د ضمانت درخواست اورېدنه نن وځنډول سوه او دا اورېدنه به د فبروري پر اوومه نېټه کيږي.
مشر منظور پښتين د جنورۍ پر ۲۸ نېټه د پنجابي رياست لخوا په پېښور کي ونيول سو او دا مهال د ډېره اسماعيل خان په زندان کي شپې سبا کوي. پر منظور پښتين د پنجابي رياست خلاف اواز اوچتولو دروغجني مقدمې ثبت سوي دي.
همداراز د پي ټي ايم فعال عالمزېب مسيد د فبرورۍ پر دوهمه نېټه پاکستاني پوليسو په ډېره اسماعيل خان کي له خپل کور څخه بوتی او پر هغه باندي هم د رياست ضد نعرو مقدمه درج سوې ده.
وکیل عبدالمجید وايي، منظور پښتین تر دې مهاله پینځو مقدمو کي عدالت ته وړاندې کړل سوی او د منظور پشتین په شمول په عالمزیب مسید او شاهد شیرانی دریوؤ واړو یو رقم مقدمې دی چي پکي د ریاست او ریاستی ادارو پرضد د سپکاوي د بغاوت او دفعه۱۴۴ مادې د سرغړونو دروغجني مقدمې شاملې دی.
د مشر منظور پښتين د نيولو پرضد د محکوم وطن په شمول د نړۍ په لراوبر کي پراخه لاريونونه دوام لري او د پاکستاني رياست څخه د هغه د خوشي کولو غوښتنه کوي.
د بخښني نړيوال سازمان، د بشري حقونو نړيوالي ادارې او ګڼ شمېر نورو بشري بنسټونو د منظور پښتين او د هغه د ملګرو د ژرترژره خوشي کولو غوښتنه کړې ده.