د هند تر كنترول لاندي كشمير اوسېدونكو د هند د حكومت پر ضد د يوې مظاهرې په كولو د خپلو حقونو غوښتنه وكړه.
مظاهره چيانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوم ځانګړي شعارونه را اخيستي وه او له هغه څخه غوښتنه وكړه چي په سيمه كي د ملګروپوځيان ځاى پر ځاى كړي.
مظاهره چيان وايي كشميريانو ته دي د خپل سرنوشت د ټاكلو حق وركړل سي او د هنديانو له تسلط څخه دي خلاص سي.