په کوټه کي د تېري ورځي د چاودني مسؤوليت داعش وسلوالو منلی دی او ويلي یې دي چي په دې بريد کي يې ۲۰ طالبان وژلي او تر ۳۰ زيات يې ژوبل کړي دي.
تېره ورځ د ماښام د لمانځه وروسته د کوټي په غوث اباد سيمه کي د دارالعلوم شريعه په نوم مدرسه کي چاودنه وسول، چي پکي د يو لوړپوړي پوليس افسر په ګډون ۱۴ کسان ووژل سول او ۱۹ نور ژوبل دي.
داعش ډلي ته منسوبه يوه ويبپاڼه کي ويل سوي، چي دا بريد يې د طالبانو پر غونډه د يو داعشي لخوا سوی دی.
ويل کېږي چي دغه مدرسه د طالبانو د قاضي القضات مولوي عبدالحکيم وه او د چاودني پر مهال نوموړی همدلته موجود وو.
خو طالبانو ويلي، چي په دغه مسجد جامع کي د بريد پر مهال نه کومه غونډه درلودل او نه هم ددوی کوم مشر هلته موجود وو.