
د نيمروز امنيه قومنداني وايي، چي د جرمونو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو دوه تنه داسي تعويذګران نيولي، چي خلګ يې له دې لاري تېرايستل او هغوی ته يې مالي او ځاني زيان اړوی.
د امنيه قومنداني څخه په خپره سوې اعلاميه کي راغلي، چي دغه کسانو کوښښ کاوه چي د تعويذ ليکني له لاري ښځي تېر باسي او د هغوی سره غير شرعي اړیکي ټينګي کړي.

اعلامیه زياتوي، چي دغه کسان د خلګو کورنو ته ورتلل او هلته يې خپلې شمېرې ددې لپاره ورکولې، چي ګڼي دوی د بې اولادۍ، نصيب، طالع او پېريانو اړوند ناروغيو علاج کوي.
نيول سويو کسانو اعتراف کړی او ويلي يې دی، چي په هرات ولايت کي يې هم ډېر کسان تېرايستلي دی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه