کور / تازه خبرونه / د داود خان د کورنۍ نهه وژل شوي غړي وپېژندل شول

د داود خان د کورنۍ نهه وژل شوي غړي وپېژندل شول

 


د بي بي سي له پښتو څانګي څخه په مننه:



د لومړني ولسمشر محمد داود او د هغه د ورو محمد نعيم مړي تشخيص شوي نه دي. 
په افغانستان کې د پېژندنې موظف کمېسيون وويل چې دغه مړي تر طبي پلټنو او د خپلوانو تر کتنې وروسته تشخيص شوي دي.
د دغو مړو د پېژندنې موظف کمېسيون وويل چې دغه مړي تر طبي پلټنو او د خپلوانو تر کتنې وروسته تشخيص شوي دي .
د کمېسيون مشر او د روغتيا مرستيال وزير ډاکټر فيض الله کاکړ وويل چې په دوى کې د داود خان مېرمن زينب، د هغه دوې لوڼې – زرلښته او شينکۍ، زوى يې عمر، د هغه خور، لمسى او زوم شامل دي.
داکټر کاکړ بي بي سي ته وويل چې له دوو قبرونو نه ټول ٢٩ مړي موندل شوي چې ١٨ يې ښايي د داود خان کورنۍ او پاتې يې د هغه ساتونکي وي.
خو هغه وويل چې لا هم پخپله د لومړني ولسمشر محمد داود او د هغه د ورو محمد نعيم مړي تشخيص شوي نه دي.
ډاکټر کاکړ وويل چې د داود خان د غاښونو قالب يې چې په آلمان کې د هغه د معالج ډاکټر د کورنۍ په موزيم کې ساتل کېږي رغوښتى، چې له مخې يې دده د مړي پېژندنه وشي.
خو که په شتو مړو کې دى ونه موندل شو، ښايي د مرنجان غونډۍ په يوه قبر کې به وي چې مخکې يې ځاى پېژندل شوى دى.
داود خان او د هغه کورنۍ د ١٣٥٧ کال د ثور پر اتمه د خلق ديموکراتيک شوروي پلوه گوند تر کودتا يوه ورځ وورسته د کودتايي افسرانو د يوې ډلې له خوا ووژل شول.
ولسمشر حامد کرزي په تېر ثور کې د دغې وژنې د دېرشم کال په پوره کېدو سره يوه کميسيون ته دنده وسپارله چې هغوى ومومي او په خاصو مراسمو يې د خښولو چاره تر سره کړي.
د کورنۍ يو شمېر غړي يې وايي چې ښايي پخپله داود خان د کابل د جنوب په چهلستون کې پر هغه غونډۍ چې ده په کې د ځوانانو مېلمستون جوړ کړى و، خاورو ته وسپارل شي.