کور / تازه خبرونه / حاكم ګوندونه پر نوي ولسمشر او قاضيانو ږغېږي

حاكم ګوندونه پر نوي ولسمشر او قاضيانو ږغېږي

د پاكستان د عدليې وزير فاروق نائيك وايي د ليري كړل سوو قاضيانو د سرنوشت په اړه به حاكم ګوندونه په اوسنۍ غونډه كي فيصله وكړي، چي آيا دوى بيرته خپلو دندو ته ستانه سي كه يا.
فاروق نائيك وويل د پروېز مشرف تر استعفا وروسته حاكم ګوندونه اوس د نوي جمهور رئيس او د قاضيانو په اړه له يو بل سره په خبرو اخته دي. او دوى به پر دې باندي هم غور كوي چي ښاغلى مشرف پر ده د لګېدلو تورونو له امله محاكمې ته راكش سي كه يا. .
د پاكستان پخوانى قاضي القضات د افتخارمحمد چوهدري او يو شمېر نور قاضيان چي د مشرف د واكمنۍ پر مهال له دندو ليري سوي وه، پر خپلو دندو باندي بيرته ټاكل كېدل يې د ايتلافي حكومت د مهم غړي نوازشريف دوهمه لويه غوښتنه ده.
د مسلم ليګ نواز ګوند او پيپلز ګوند ترمنځ د مشرف په استيضاح او د قاضيانو پر بيرته ټاكل كېدو باندي سخت مخالفتونه تېر سوه، چي نيژدې و ايتلافي حكومت له منځه تللى واى.
اوس چي د مشرف په استعفا د نواز شريف يوه تر ټولو غټه غوښتنه ومنل سوه، وبه كتل سي چي د قاضيانو برخليك به هم د نواز شريف په ګټه وټاكل سي كه به دواړه ګوندونه كوم تېرو بېر پكښي وكړي.
د راتلونكي جمهور رئيس دپاره نواز شريف د سردار عطاءالله مينګل نوم وړاندي كړى دئ، خو د پيپلز ګوند له خوا تر اوسه كوم كانديد نه دئ وړاندي سوى.
تر دې مخكي د جمهوري رياست د چوكۍ دپاره د اسفنديار ولي خان او مولانا فضل الرحمان نومونه هم اخيستل كېده، خو اوس داسي ښكاري چي پيپلز ګوند به د خپل ګوند څخه كوم كانديد وړاندي كړي، په عين حال كي حاكم ګوندونه ټول پر دې سلا دي چي نوى جمهور رئيس به د پيپلز ګوندپه خوښه ټاكل كېږي.
د پاكستان د عدليې وزير د پروېز مشرف د محاكمې په اړه وويل چي د هغه ستونزه تر استعفا وروسته نوره اواره سوې ده نوځكه يې د محاكمې اړتيا هم نسته..