د سولي ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، چي طالبانو ددغه حرکت ۲۷ غړي برم ته کړي او تراوسه د هغوی په هکله حال نه لري.
نوموړی وايي، چي ددغه حرکت موټريز کاروان د سه شنبې په ورځ د مازدیګر پر پنځو بجو ورسره تماس نیولی او ورته یې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته داخل سوي دي.
هغه وايي ملګرو یې ورته ویلي وو چي طالبان هڅه کوي چي د سولې د کاروان دغه غړي له ځان سره بوځي.
تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
څو ورځي وړاندي د سولي ولسي کاروان له هلمند څخه هرات ته تګ پيل کړ.