
د بلخ امنيتي چارواکي وايي، چي په مزار شريف کي د قومندان نظام الدين قيصاري پر ضد عمليات پای ته رسېدلي، خو خپله قيصاري نه دی نيول سوی.
د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي، چي تېره شپه افغان ځواکونه د قيصاري کور ته ننوتل او هلته يې د پلټني پرمهال د قيصاري ګڼ ملګري ونيول، خو خپله قيصاري لا نه دی نيول سوي.
افغان ځواکونو له دوو ورځو راهيسي د قومندان قيصاري کور محاصره کړی وو، خو وروسته نښته هم رامنځ ته سول. په دغه عملياتو کي چورلکي هم وکارېدلې او د قيصاري پر کور يې هوايي بريدونه وکړل.
ښاغلي عادل شاه وايي:” تیره شپه ( لیندۍ ۲۴ مه) د قیصاري کور تصفیه او تلاښي سو، نور ځایونه لا هم شته، چي باید تصفیه او تلاښي سي، خو تراوسه قیصاري نه دی نیول سوی. د هغه لس تنه وژل سوي، یو شمیر ټپیان سوي او د ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې نیول سوي دي”.
د بلخ ولایت پولیس وايي، چي په سیمه کي یو شمیر نور کورونه شته، چي ممکن قومندان قیصاري هلته پت سوی وي.
اوس هم په مزارشریف ښار کي د نظام الدین قیصاري کور شاوخوا امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي.
خو تر دا مهاله معلومه نه ده، چي نظام الدین قیصاري به چیري تللی وي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه