يوه ځانمرګي بريد په عراق كي ۱۵ تنه مړه او د دېرشو په شاوخوا كي كسان ټپيان كړل.
عيني شاهدان وايي په دغه بريد كي چي د بغداد په شمالي څنډه اوهميه كي رامنځته سوى د يوې امريكا پلوي ډلي د مشر فاروق ابو عمر په ګډون ۱۵ تنه ووژل سول.
ويل كېږي دغه بريد د يوه بايسكل سوار له خوا ترسره سو، او پر تندي (د عراق زامن) شعار په يوه رښكۍ تړلى و.
ويل كېږي دغه ډله د عراقي ملتپالانو په خپلواك غورځنك پوري اړه لري چي د القاعدې شبكې سره هم سخت ضد دي.