کور / راپور / د امريکا کانګرس د ايغور مسلمانانو په ملاتړ پر چينايي مامورينو بندیزونه لګولي دي

د امريکا کانګرس د ايغور مسلمانانو په ملاتړ پر چينايي مامورينو بندیزونه لګولي دي

د امريکا کانګرس د چين پرضد يو قانون منظور کړی چي له مخي يې پر هغه مامورينو بنديزونه لګولي چي د ايغور مسلمانانو د بندي ساتلو مسؤوليت ورترغاړي دی.

کانګرس په نوي قانون کي ويلي، چي پرهغه چينايي مامورينو باندي به بېلابېل بنديزونه ولګوي چي د ايغور مسلمانانو په بندي ساتلو کي يې هلي ځلي کړي دي.

نړيواله ټولنه وايي، چي چين شاوخوا يو مليون مسلمانان د زده کړو په بهانه په بند کي ساتلي دی او هغوی يې د ازادۍ څخه محروم کړي دي.

د امريکا کانګرس خپل حکومت ته امر کړی دی چي د ايغور مسلمانانو د ځوروني په هکله دي خپل راپورونه چمتو کړي.

چين د امریکا د کانګرس قانون غندلی دی.