په جلال اباد ښار کي نن سهار وسلوالو بريدګرو د يوې جاپانۍ موسسې (PMS)پر مشر ډاکټر ناکامورا پر موټر بريد کړی او پنځه کسان يې وژلي دي.
دغه بريدګر چي درې کسان وه په جلال اباد ښار کي د سولي کاروان دفتر ته څېرمه د ناکامورا پر موټر بريد کړی دی او د نوموړي پنځه ساتونکي يې وژلي او خپله ناکامورا ژوبل سوی دی او روغتون ته لېږدول سوی دی.
ناکامورا چي په خيريه کارونو کي د افغانانو سره مرسته کوي، په دې وروستيو کي د افغان ولسمشر لخوا ورته افغان تابعيت هم ورکول سو.
د پېښي مسؤوليت تر اوسه کومي وسلوالي ډلي نه دي منلی.