ليکنه: عبدالنافع همت
———–
۱: طالبانو د پېښې پړه منلې ده.
له دې تبصرې څخه مي هدف د طالبانو تائيد او يا رد نه دی، يوازي غواړم د دې جملې مانا او په خبريالۍ کي د بې طرفۍ اصل لږ روښانه کړم. ( پړه) ملامتۍ ته وايي، موږ د خبريال په صفت دا حق نه لرو چي له ځانه د يوې ډلي جنګي فعاليت ته پړه ووايو، په تېره بيا کله چي هغوی دا پېښه پړه نه، بلکې وياړ او بريا بولي. کېدای سي وليکو چي: (( طالبانو د پېښې مسئوليت پر غاړه اخيستی او يا طالبانو منلې چي دا پېښه دوی کړې ده)).
۲: د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي کچه لوړه سوې ده.
په دې جمله کي د ( کچه ) کلمه بې ضرورته راغلې ده. يو عيب يې دا دی چي جمله يې بې ضرورته اوږده کړې او بل ولسي ريښه نه لري. کله کله د (کچه) کلمه د ګراف پر ځای راځي چي تر ډېره حده په سروې ګانو کي استعمالېږي، خو په پورتنۍ جمله کي مناسبه نه ده، ساده ويلای سو چي: ((د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره سوې ده)).
۳: ځواکونه که نظامي ځواکونه؟
ځيني خبريالان فکر کوي چي د ( ځواک) کلمه يوازي د نظامي قوت مانا لري، خو دا کلمه د هر ډول قوت لپاره استعمالېدای سي، خبريال بايد جمله روښانه کړي چي څه ډول ځواک يې هدف دی؟ اقتصادي ځواک، سياسي ځواک، ولسي ځواک او که قومي ځواک؟
۴: د خبرونو سرخط / سرخط خبرها
(خط) په لغت کي ليک ته وايي او يوازي د چاپي رسنيو لپاره کارېدای سي، لکه د ورځپاڼو سرخط، خو ځيني ميرزايي خبريالان يې له دري څخه ټکي په ټکي راژباړلی او د راډيويي خبرونو لپاره يې هم استعمالوي. دا جمله نه يوازي په پښتو، بلکي په دري کي هم د راډيو لپاره مناسبه نه ده، ويلای سو چې: (( د خبرونو لنډيز او يا د خبرونو سرټکي)).
۵: مطبوعاتي کنفرانس / Press conference
طبع عربي کلمه ده چي د چاپ مانا لري او (مطبوع) يې مفعولي شکل دی چي جمع يې ( مطبوعات) راځي. مطبوع چاپي اثر ته وايي. دا اصطلاع هغه وخت مروج وه چي صوتي، تصويري او اليکټرونيکي رسنۍ نه وې، يوازي به اخبارونه او مجلې چاپېدلې او له رسنيو سره د معلوماتو شريکولو کنفرانس ته به يوازي د چاپي رسنيو خبريالان راغوښتل کېدل، خو نن دا جمله د رسنیو ټول ډولونه په خپله لمنه کي نه سي رانغاړلای، نو بايد ووايو چي: (( خبري کنفرانس)).