د بلوچستان په کاهان علاقه کي د پاکستاني پوځ پر کاروان بريد سوی او ۳ پوځيان پکي هلاک سوي دي.
بريد تېره ورځ په کاهان کي هغه وخت رامنځ ته سو، چي کله د پاکستاني پوځ ګاډي له سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وه.
ددغه بريد مسؤوليت (بلوچ لبريشن ارمي) پر غاړه اخيستی دی.
د بلوچ لبريشن ارمي وياند جنيد بلوڅ وايي، تر هغو به دوی د پاکستاني پوځ پر وړاندي جګړه کوي، ترڅو چي بلوچستان له پاکستان څخه ازادوي.