تېره ورځ د شمالي وزيرستان خلګو د پاکستاني پوځ پرضد مظاهره کړې وه او د پوځ لخوا د نيول سوي کس د وژني لپاره يې د انصاف غوښتنه کول.
د نومبر پر ۲۸ نېټه د شمالي وزيرستان په همزوڼي علاقه کي يو بم چاودېدلی وو او د پاکستاني پوځ ځيني کسان يې ژوبل کړي وه، چي وروسته پوځ ځايي کسان د ځان سره بوتلل او په هغوی کي يې يو په تشدد سره ووژی.
د سيمي خلګو تېره ورځ د پوځ لخوا د وژل سوي کس په ملاتړ لاريون کړی وو او نن به هم دا لاريون روان وي.
په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی محسن داوړ وايي، دوه ورځې وړاندې د میرام شاه په همزوڼۍ کي یو اي ډي چاودنه سوې وه او د هغې ورستو پوځ د تفتيش په نوم ځاي کسان نیولی وو چي یو پکي نن مړ سو.
نوموړي پر خپله ټويټرپاڼه هم ددغي پېښي غندنه کړې او ویلي يې دي چي د علاقې بې وزله کسان به له چا څخه انصاف وغواړي.
Protest in Miranshah against the custodial death of a young Waziristani man. This is how vulnerable every Waziristani is at the moment. We have no recourse, no protection. Even our protests are ignored. Where is the State? Where is Judiciary? Where do we go to get justice? pic.twitter.com/cYNDAodIBk
— Mohsin Dawar (@mjdawar) November 30, 2019
محسن داوړ وايي، چی پر نيول سوي کس د پوځ لخوا دومره تشدد سوی وو، چي هغه پکي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
محسن داوړ وايي ددا قسمه پېښو لپاره عدالتي تحقيقات پکار دي. هغه وايي که په نیول سوو کسانو پوځ ته څه شک وو نو باید عدالت ته یې وړاندې کړی وای.
اب تک ہونے والے دورانِ حراست اموات میں اگر کسی ایک کی بھی تحقیقات ہوتی اور اس میں ملوث افراد کو سزا ملتی تو آئے روزاس طرح کے واقعات دیکھنے کو نا ملتے۔ شمالی وزیرستان ھمزونی کے رہائشی رضااللّہ کی دوران حراست ہلاکت ہماری ریاست کے نظامِ عدل پر ایک سوالیہ نشان ہے۔#Justice4RazaUllah pic.twitter.com/PLMo6WuVIB
— Mohsin Dawar (@mjdawar) November 30, 2019